جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهعمران خان: ښځینه پلویانې مې زندانونو کې جنسي ځورونو سره مخامخې دي

عمران خان: ښځینه پلویانې مې زندانونو کې جنسي ځورونو سره مخامخې دي

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۸ مه )  د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر او مخکیني صدراعظم عمران خان په يوه ټویټ کې دعوه کړې، “اوس داسې اطلاعات په تېزۍ سره ترلاسه کيږي، په جېلونو کې د ځينو ښځو په جنسي توګه چېړلو سره د هغوی د ځورولو لړۍ روانه ده”.

هغه تور لګولی، د ګوند ښځينه غړې یې ځکه نيول کيږي او ويرول کيږي چې د سړو د سياسي هلو ځلو حوصلې یې ماتې شي.

 په پنجاب کې د پاکستان ایالتي حکومت د نيول شوو ښځو سره د ناروا سلوک خبرې دروغجنه پروپېګنډا ګڼلي دي.

 د  پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله مخکې ویلي وو، چې استخباراتي ادارو داسې اسناد موندلي، چې د تحریک انصاف د ګوند غړو خپله د خپل یوه غړي پر کور د عملیاتو،  وینې توییدو او جنسي تېري پلان برابر کړی و.

د هغه په وینا، دغه اسناد څرګندوي، چې د عمران خان پلویانو د خپل دغه پلان ملامتي پر حکومت اچوله او بدنامي یې ورته جوړوله.

 په پاکستاني زندانونو کې د مخالفانو او بندیانو د بشري حقونو نقض او ورسره د  جنسي تشدد ادعاوې ډېره سابقه لري.

د دغه هېواد پوځ او استخبارات تل په داسې چارو تورن شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب