شنبه, اپریل 20, 2024
Home+ايا دنيوي علوم کسبونه دي؟ | رحمت شاه فراز

ايا دنيوي علوم کسبونه دي؟ | رحمت شاه فراز

يو تکړه او مشهور موچي په نظر کې ونيسئ. دی پخوا يوازې و، خو چې کار و کسب يې وده کوي، له ځان سره دوه درې نور شاګردان هم نيسي.

موچي دغو شاګردانو ته کار ور زده کوي، خو دا چې کار يې لا ډېره وده کوي، دی نورو مزدورانو ته هم اړتيا ويني. موچي نور شاګردان هم نيسي او دغه د کار زياتېدو او نورو شاګردانو نيولو لړۍ همداسې دوام مومي.

خو يو وخت د موچي پام کېږي، چې د نويو شاګردانو له لاسه يې د کار کميت زيات شوی، خو کيفيت يې له زيان سره مخ دی، نو ده ته فکر ور ولېږي، چې ولې د خپلو نويو زده کوونکو لپاره د موچيګري د کسب تعليمي مرکز نه پرانيزي؟

ياد موچي د ځينو ملګرو په مرسته مرکز پرانيزي او د موچيګري تدريس او ښوونه پيلوي، ترڅنګ يې د موچيګري پر کسب ليکلي درسي مواد او کتابونه هم ترتيب او چمتو کوي.

د موچي بخت پياوړی وي، دغه تعليمي مرکز يا کاروبار يې هم ښه غوړېږي او د نړۍ يو معتبر پوهنتون نوموړي ته وړانديز کوي، چې په پوهنتون کې يې د موچيګري پوهنځی پرانيزي او دی يې د پوهنځي مشر په حيث مسؤليت واخلي.

تر دې فرضي خاکې وروسته، پوښتنه دا ده، چې آيا په دې ډول موچيګري له يوه کسب څخه علم ته ارتقا وکړه او که نه؟

او بله دا چې هغه علوم چې حاصل يې مادي وي، لکه طب، انجينري، کمپيوټر ساينس، و امثالهم له دې پورتنۍ سناریو سره څومره مختلف يا څومره مشتبه دي؟

موږ چې دغه خبره، چې دنيوي علوم کسبونه دي، له ملايانو اورېدلې او دا چې موږ ملايان نه يو، نو قضاوت به ژر نه کوو او د ځواب لپاره به لږ نوک ونيسو.

اوس د سکې بل مخ ګورو. دنيوي علوم چې دقيقه اصطلاح ورته ساينسي علوم دي، په دوه ډوله دي: يو طبيعي علوم او بل اجتماعي علوم.

طبيعي علوم مادي علوم دي، په تجربه او مشاهده ولاړ دي او تجربه او مشاهده (په مشهوره معنا) يوازې د مادې کېدلی شي.

دا په دې معنا نه ده، چې ګنې اجتماعي علوم معنوي علوم دي او له معنا سره يې سروکار دی، بلکې د اجتماعي علومو ماده دومره پراخه او زماني مقطع يې دومره وسيع ده، چې د تجربوي او مشاهداتي وسايلو سکوپ ورته ډېر کوچنی او تنګ راځي او احاطه يې نه شي کولی.

اصلا خو اجتماعي علوم، چې پر څه شي بحث کوي، پخپله هماغه شی (پديده) بېرته د هغه شي لپاره د تجربې او مشاهدې وسيله هم ګرځي او سرچينه هم.

مثلآ ټولنپوه يا پخپله سوشيالوژي په ټولنه بحث کوي، خو په اصل کې دا ټولنپوه نه دی، چې سوشيالوژي ليکي، بلکې پخپله ټولنه، ټولنپوهنه ليکي؛ پخپله د انسان چلند او رويه، ارواپوهنه ليکي؛ او پخپله د انسان ماضي، تاريخ ليکي؛ او د ټولنپوه، ارواپوه او تاريخپوه په ځای، پخپله ټولنه، چلندونه او ماضي ده، چې د خپلې اړوندې پوهې يو argument تصديق يا verify کوي هم او غلط يا falsify کوي يې هم.

په طبيعي علومو کې په predictable او constant شيانو خبرې کېږي او د يوه شي په اړه به زموږ پوهه يا صحيح وي يا غلطه، مثلآ يا به په صحيح ډول وايو، چې دوه هايډروجنه او يو اکسيجن اوبه جوړوي او يا به په غلط ډول يوه بله خبره کوو.

خو په اجتماعي علومو کې په unpredictable او variable پديدو خبرې کوو او د خپل يوه مطرح کړي argument په اړه د غلط يا صحيح قضاوت تر بحث لاندې مورد يا پديدې ته پرېږدو.

ايا فيلسوف تر نورو غوره پاچاهي کولی شي؟ د دې پوښتنې ځواب نه فيلسوف ورکولی شي او نه د يوې سيمې پاچا، بلکې يوازې «د فيلسوف پاچاهي» دا خبره verify يا falsify کولی شي.

سره له دې چې تر دې دمه موږ ته ځينې خبرې واضح شوې دي، خو دا چې موږ قاضيان نه يو، نو قضاوت به نه کوو؛ ځکه دا بحث هم د اجتماعي علومو په لمنه کې غوړېدلی او دا چې د اجتماعي علومو مباحث د پيش بيني وړ نه وي، نو موږ به هم له پيش بيني ډډه وکړو.

په دې ترتيب، خپله مقاله به په هغو پوښتنو پای ته ورسوو، چې دغه بحث يې په ګوتو را کوي او پکار ده، چې غور پرې وکړو:

يو، که د موچيګري د کسب زدکړه په منظم تعليمي نظام باندې واړوو، نو ايا دغه کسب د علم درجه ترلاسه کولی شي؟

دوه، ايا نور طبيعي علوم او تعليمي شوی د موچيګري کسب يو له بله سره فرق لري؟

درې، اجتماعي علوم په unpredictable او متحولو پديدو بحث کوي، ايا حقيقت او معرفت ته نارسيده «معلومات يا ډيټا» علم ګڼلی شو؟

له تلو سره به يوه بله پوښتنه هم مطرح کړو‌. هر مسلمان په دې عقیده دی، چې د قرآن کريم هره خبره «واجب الحقيقت»، predictable او constant ده، نو ايا په دې اساس د ملايانو

دا خبره صحيح نه ده، چې علم خو يوازې قرآن دی او دنيوي علوم کسبونه دي؟

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    زما په نظر،پوهه یا علم، حکمت یا فلسفه، مسلک یا پروفیسیون، کسب یا لاسته راوړنه!؛ وظیفه یا جاب یا ډیوټي؛ … ټول یو له بل سره توپیر لري په عین زمان کښې یو بل ته ضرورت او اړیکې لري !!.
    قرآن ء کریم یا فرقان ې حمید د ټولو آسماني ادیانو ،له آدم ع.س. نه تر دې دمه د اسلام مقدس دین مکمل او جامع کتاب دی ،البته متداوله علومو ته تر ډیرو په عمومي شکل اشاره شوېده او انسان ته د لا زیات علم، تعقل،تفکر،…. هدایت شویدی آن تر آسماني اجسام ټول په فلک کې یسبحون ۰ وایی چې اوس اهل کتاب او په اصطلاح کافرین او مشرکین ترینه تفسیر او استفاده کوي یعنې خارجی فضا ته…
    دا چې یو نیم ملا یا ط. وایی ټول علوم علم القران دی دا پخپله د قران عظیم الشان دهدایاتو ترجمه او تفسیر نه ده ؛ په تاریخ کې مسلمان پوهان له رازي، ابن سینا، ابن خلدون ،محمد بن موسی، الخوارزمی ا.د.ن…. د قران په څنګ کې مروجه علومو کې ټاپ ول!
    راغلو موچي ساب ته، یو وخت زمونږ کور سره یو د موچي دوکان و چې بوټان،څپلۍ او دستکولونه به یی ترمیمول؛ یو چا ته یی ویلي و ؛موچي؟موچي یعنې چي؟؟ بوتدوز بګو!– نو زما په نظر مختلف ګڼډونکي : د بوټانو؛موزو،دسکولونو،جامو یا کالیو، دریشي ، …دوزانو ته ساینسدانان نه شو ویلای ؛ خو د معیشت تیرولو لپاره خلک په هر قسم کارونو مصروفېږي او په تیریدو د زمان په کې استاذ یا خلیفه شي!!! دا په دې مانا نه ده چې دی پوهاند یا پروفیسر شو او یا د هغو طبیعي او ټولڼیزو زده کړیالانو چې ۱۲ یا ۱۶ یا ۲۰ کاله زده کړې او تجربې کوي ؛یو شانته نه شي کیدای
    یو ښه مثال مې اوس فکر ته راغی : آیا شکسته بند او د اورتوپیدي متخصص دواړه یو کیدای شي؟؟
    (هل یستوې الذین یعلمون و الذین لا یعلمون؟.)

  2. ایا ملایي هم کسب دی؟ نه!!!
    که الکاسب جبیب الله وی نو ملا خو د دین دښمن ګنل کیږي. ملا د جامع بار دی او مفتخور!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب