جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهاردوغان له بري وروسته: د انتخاباتو پایله به په تاریخ کې د...

اردوغان له بري وروسته: د انتخاباتو پایله به په تاریخ کې د ژور بدلون پیلامه وي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۸ مه) د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ پایلې ښيي چې رجیب طیب اردوغان په سلو کې څه باندې ۵۲ رایې ګټلي او د ۵ نورو کلونو لپاره یې د واک دوره اوږده شوه.

د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو پایلې په داسې ورځ قطعي شوې چې نن (دوشنبه) د عثماني امپراتورۍ له لوري د استانبول یا (د هماغه مهال د کانستانتي ناپول) د فتحې ۵۷۰ کالیزه ده.

ولسمشر رجب طیب اردوغان دې ورځې ته په اشارې وویل:«دا په تاریخ کې د ژور بدلون یوه پیلامه وه، یوه پیړۍ یې وتړله او بله یې پرانیسته.»

ده زیاته کړه:«زه هیله لرم چې دا انتخابات به هماغسي په تاریخ کې د ژور بدلون پیلامه وي.»

ده د بري وینا په یوه شعر پای ته ورسوله.

د اردوغان سیال کمال قلیچدار اوغلو ۴۸ اعشاریه ۸۴ سلنه رایې ګټلي دي.

اردوغان له بري وروسته په وینا کې د هغو ستونزو د هوارولو ژمنې وکړې چې د ده سیال پر اردوغان د نیوکې لپاره څرګندولې لکه د لوړ انقلاسیون او د میلیونونو سوري کډوالو شتون.

تېر کال په ترکیه کې انقلاسیون ۸۵ سلنې ته ورسید او دې چارې د اردوغان محبوبیت ته زیات زیان واړاوه.

اردوغان وویل، لکونه سوري کډوال په خپله خوښه خپل هیواد ته تللي او ژر به میلیونونه نور هم لاړ شي.

د یکشنبې د ورڅې په دوهم پړاو انتخاباتو کې شاوخوا ۵۲ میلیونو ترکانو رایې اچولي چې د رای ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو ۸۵ اعشاریه ۷۱ سلنه کېږي چې دا د نورو هیوادونو په پرتله خورا لوړه فیصدي ده.

په ۲۰۲۲ کې د فرانسې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رای ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو ۷۴ سلنې او په ۲۰۱۹ کې د بریتانیا په پارلماني انتخاباتو کې ۶۷ سلنې رایې کارولې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب