جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د چین لومړنۍ مسافري الوتکې الوت پیل کړ

د چین لومړنۍ مسافري الوتکې الوت پیل کړ

تاند- د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، په چین کې لومړنۍ جوړې شوې مسافري الوتکې پرون (یکشنبې) له شانګهای څخه بیجنګ ته سپرلۍ یووړې.

دا په چین کې لومړنۍ لویه مسافر وړونکې الوتکه ده چې په دغه هیواد کې جوړه شوې ده.

چین غواړي چې د امریکا او اروپا په مسافر وړونکو الوتکو بوینګ او ایربس اتکا پای ته ورسوي.

د ختیځ چین هوايي شرکت دا (MU9191) الوتکه، چې نرۍ باډۍ لري، د سهار په ۱۰ بجې او ۳۲ دقیقې له شانګهای څخه والوته او د غرمې په ۱۲ بجې او ۳۱ دقیقې د بیجنګ نړیوال هوايي ډګر ته ورسیده.

له کلونو څېړنو او کاره وروسته منظمو الوتنو ته د MU9191 الوتکې برابرول، د چین لپاره یوه مهمه شېبه ګڼل کېږي.

د چین دا الوتکه د جټ د (A320) او (B737) سیاله بلل کېدای شي.

دا الوتکه د ۲۰۲۲ په دسمبر کې د ختیځ چین هوايي شرکت ته سپارل شوې وه خو له همغه مهاله تراوسه پورې پرې بیلابیلې تجربې کېدې.

دا الوتکه دوه انجنه او ۱۶۴ سیټونه لري.

1 COMMENT

  1. ګرانو چه خفه نه شئ، ځينې خلک چه پښتو ليکي نو پښتو مې هېرېږي او هم رښتیا سره چه شرمېږم. زه پخپله هم نيمګړتیاوې لرم او پوهېږم چه موږ نه ژبه اخیستله شوې ده.
    پخوا مې هڅې وکړې او پښتنې مې پر له پسې وکړې که څوک وکولای شي چه د پښتونوالي ارزښتونه ژوندي کړي او خلکو ته يې و شیي! خو یو ځواب مې هم وانخیست!
    په پاسنۍ لیک کې لیکل شوی چه:*د چین لومړنۍ مسافري الوتکې الوت پیل کړ*! «الوت» څه مانا،معني، لري؟ الوت غلط دی، الوتنه یا آلوتنه صحیح دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب