پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د چين مسافر وړونکې الوتکې لومړۍ الوتنه وکړه 

د چين مسافر وړونکې الوتکې لومړۍ الوتنه وکړه 

جان روان ځاځی

د چين سي ۹ سوه ۱۹(C919) لویې مسافر وړونکې الوتکه د مې په ۲۸مې نېټې د سهار په ۱۰ بجو او ۳۲ دقيقو د شانګهای له هونګ چياو هوايي ډګر څخه هوا ته پورته شوه او شاوخوا درې نيم ساعته مزل وروسته د پلازمېنې بېجينګ هوايي ډګر کې ښکته شوه.

چين وايي، (C919) الوتکه يې د نړيوالو معيارونو په مطابقجوړه کړې او د نړۍ درېيم هېواد شو، چې د لويو مسافروړونکو الوتکو د توليد توان يې خپل کړی دی.

دغه الوتکه ۱۶۰ څوکۍ لري او په لومړي پرواز کې يې ۱۳۰ کسان وليږدول. د دې الوتکې لنډ نوم C919 دی،سي (C) يې د China مخفف لومړی توری دی.

چين د دې الوتکې د څيړنې او ازموينې کارونه له ۲۰۰۶م کال څخه پيل کړي وو او تر څو لسو کلنو کوښښونو وروسته وتوانيد، چې ياده الوتکه جوړه او د مسافرو د خدمت لپاره يې اماده کړي او دا دی، اوس یې پرې ملکي سوداګريز پروازونه هم پېل کړي دي.

د چين ختیځ هوايي شرکت په لومړي ځل په ۲۰۱۷م کال کې په يادې الوتکې د الوت بریالۍ ازمويښتي ازموينه وکړه او د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې يې د چين د ملکي هوايي چلند ادارې څخه جواز ترلاسه کړ.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ همغه مهال، دغه چاره د خپل هېواد لپاره يوه نوښتګره لاسته راوړنه وبلله.

د چين ختیځ هوايي شرکت وايي، چې په يادې الوتکې يې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر له ۲۶مې نېټې څخه د ۲۰۲۳م کال تر فبرورۍ پورې شاوخوا سل ساعته ازمويښتي ازموينې کړې دي او د روان کال د مې په ۲۸مې نېټې يې پکې په لومړي ځل مسافر ولېږدول او ملکي سوداګريز پروازونه يې پېل کړل.

ويډيوګانو کې ښکاري، چې ياده الوتکه په نويو معيارونو ډيزاين او جوړه شوې او د هرې څوکۍ تر شا يېبرېښنايي پرده/سکرين شته، چې مسافر کولی شي، په خپله خوښه پکې ويډيوګاڼې او فلمونه وګوري او هم خپل برېښنايي توکي چارج کړي.

اېربس او بويينګ شرکتونه د نړۍ ګڼو هېوادونو ته لويې مسافر وړونکې الوتکې جوړوي او د هوايي چلند کرښې يې په خپل لاس کې اخيستې دي، خو اوس باور دا دی، چې د چين سي ۹ سوه ۱۹ (C919) الوتکې ښايي په ملکي سوداګريزو پروازونو کې د لوېديځ اېربس او بويينګ شرکتونو انحصار مات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب