جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهترکیې څه باندې ۲ سوه افغان پناه غوښتونکي کابل ته وشړل

ترکیې څه باندې ۲ سوه افغان پناه غوښتونکي کابل ته وشړل

تاند: ( شنبه، د سرطان درېیمه) ترکي رسنیو اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په دوام د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو ۲۲۹ نور کسان بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.

د ترکیې رسمي خبري اژانس (اناتولیا) په یوه راپور کې ویلي چې دغه پناه غوښتونکي په غیر قانوني توګه په ترکیه کې اوسیدل.

ترکي چارواکو ویلي دي چې د ترکیې په ختیځ کې پروت د «اګري» په ښار کې د غیر قانوني پناه غوښتونکو د پېژندلو لړۍ دوام لري.

تېر کال ترکیې ۵۷۱۷۴ کډوال افغانستان ته استولي وو.

ویل کېږي چې د روان کال له پیله تر اوسه په سلګونو افغانان چې د اوسېدو کره اسناد یې نه درلودل د ترکیې له بېلابېلو ښارونو څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

ترکیه اروپا ته د افغان کډوالو د تګ یوه له مهمو لارو څخه ده.

په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو، وروسته ترکیې ته د افغان کډوالو راتګ زیات شوی دی.

ترکیه د نورو سیمه ییزو هېوادونو په شان، بیا- بیا افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورن شوی، خو د طالبانو رژيم ورسره د ښو اړیکو له امله په دې اړه کوم اعتراض نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...