Homeخبرونهمولوي کبیر: زموږ حکومت ټول ګډونه دی، نور یې هم ټول ګډونه...

مولوي کبیر: زموږ حکومت ټول ګډونه دی، نور یې هم ټول ګډونه کوو

تاند: ( شنبه، د سرطان درېیمه)  د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست او سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وایي د دوی رژیم د ټول شموله حکومت جوړولو ته ژمن دی.

هغه دغه راز ادعا کوي، چې دوی رژیم اوس هم ټول ګډونه دی او پکې د هر قوم او ولايت استازي موجود دي.

نوموړي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش “فریدون سینیرلیوغلو” سره په لیدنه کې، د دې خبرې ترڅنګ پر سیاسي مسایلو سربېره د امنیت او نشه یي توکیو پر ضد هم خبرې وکړې.

په تېرو دوو کلونو کې نړیوالې ټولنې تل په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

مولوي عبدالکبیر د جون په لومړیو کې یوې غونډې ته ویلي وو: که د ټول شموله معنی دا وي چې ځینې فاسد عناصر چې په افغانستان کې ځای نه لري. او تښتېدلي دي او د پردیو غلامان دي، دا زموږ د ملت او حکومت لپاره د منلو وړ نه ده. د دغو کسانو په شتون سره حکومت ټول شموله نه دی او حکومت له فساد سره مخ دی.

دغه طالب مقام همدا شان د ملګرو ملتونو له استازي سره د لیدنې پر مهال، د نړیوالو له لوري د دوی د په رسمیت پېژندلو غوښتنه هم کړې ده.

نړیواله ټولنه، خاصتاً ملګري ملتونه وایي که طالبان غواړي په رسمیت وپېژندل شي، د په رسمیت پېژندلو شرایط او په سر کې بشري، ښځینه او د خلکو اساسي حقونو ته باید غاړه کیږدي.

افغان څارونکي بیا باور لري، چې افغانستان ټول شموله نه، بلکې منتخب، قانومند او ولسواک نظام ته اړتیا لري.

د دوی په باور، د ټول شموله حکومت په نوم ځينې هېوادونه غواړي د طالبانو رژیم سره خپلې استخباراتي مهرې ملګري کړي، چې هغوی هم د طالبانو په شان د افغانستان په خیر نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...