یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهزرداري: کابل سره په ګډه کار کولو ته چمتو یو

زرداري: کابل سره په ګډه کار کولو ته چمتو یو

تاند: ( شنبه، د سرطان درېیمه)   د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې دوی له کابل سره د نږدې اړیکو او همکاریو جوړولو ته چمتو دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر پر ټویټر لیکلي چې زرداري او دراني په دې کتنه کې د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې وکړې.

پاکستاني چارواکو په وار وار له افغان حکومت سره د هېوادونو پر اړیکو ټینګار کړی، خو په افغانستان کې  د “تحریک طالبان پاکستان” ادعا شوی فعالیت د اسلام اباد او کابل ترمنځ د کړکېچ لامل دی.

 د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې “زهرا ممتاز بلوچ” تر دې مخکې په یوه خبري غونډه کې له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې د خبرو د پیل لپاره د کابل د منځګړیتوب وړاندیز  رد کړی و.

 پاکستان، طالب رژیم تورنوي چې پاکستاني طالبانو ته یې په افغانستان کې ځای ورکړی او پاکستان ته یې د ور پېښو ګواښونو مخه نه نیسي.

طالب رژیم بیا دا تورونه رد کړي دي.

1 COMMENT

  1. د شهيدې بي بي زويه،
    په جهادي او د اواره ګۍ په پير کې، بلکې لا له هغې ورمخکې پير کې له موږ سره ډېر زيات کار شوی دی. حميدګل او د مور کاکا دې نصيرالله بابر او داسې نورو تر کرنيل امام پورې ډېر زيات کار شوی دی. د جهادي او اوسني غوبل نخرې دا ټولې ستاسې د څارګرې ادارې او د نظاميانو ښه پرېمانه استخباراتي او د نظامي لاسوهنې تخم دی چې راپاتې دی.
    ستاسې له ګډ کاره مو تېری توبه، خو چې دا کار او تخم يعنې زړي مو راته کرلي دي همدا موږ ته تر قيامته بس دی نه خلاصيږي. نور به تاسې له موږ سره د څه شي کار وکړئ؟
    ملا حسن خو ايله همدومره وويل چې ((خدای ته بغارې کړئ)) او بس چې بيا يې تر ننه بله خبره له خولې نه ده راوتلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب