شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+اساس، حساس| زهیر سپېڅلی

اساس، حساس| زهیر سپېڅلی

اساس: بنسټ، تهداب، آر، بنياد.
حساس: ژر درک کوونکی، ژر پوهېدونکی، نازک.
«اساس» نوم  او «حساس» صفت دی.
دواړه دوه ـ دوه سېلابونه لري.
 د تورو شمېر ئې مساوي دی، په شکل کي په «ا» او «ح» توپيرېږي.
مثالونه:
ډېر حساس وخت دی.
تاسو پر کوم اساس دا خبره کوئ؟
ځيني ډېر بې اساسه ږغېږي.
«چي تا ته ترې د خپل سر خطره محسوسېده
نو ما ته دي ټوپک په کوم اساس راکوه»
«ستاسو راتلونکی د چانس او موقعې پر اساس نه ټاکل کېږي؛ بلکې ستاسو د انتخاب له مخې ټاکل کېږي.»
خوشبو څه؟ خو حساس انسان ته نوی اذيت او
کتاب څه؟ خو په ګرد پاڼې سپېرې له تا نه وروسته
مير احمد ياد
دومره سنګدل وم، د يو چا په مرګ مي هم نه ژړل
دومره حساس شوم، په وړه خبره هم ژاړمه
ادريس ساګر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب