جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان د هند او امریکا پر اعلامیې نیوکه وکړه

پاکستان د هند او امریکا پر اعلامیې نیوکه وکړه

تاند: ( یکشنبه، د سرطان څلورمه)  پاکستان د امریکا متحده ایالاتو او هندوستان د مشرانو پرهغې ګډې اعلامیې نیوکه وکړه، چې واشنګټن ته د هندي صدراعظم نریندرا مودي د سفر پر مهال خپره شوې ده.

په دې اعلامیه کې له پاکستانه غوښتل شوي، چې خپله خاوره د اورپکو د بریدونو لپاره د اډې په توګه نه کارول کیدو ته نور پرې نه ږدي.

پاکستان دا ګډه اعلامیه بې بنسټه، یو اړخیزه او ګمراه کوونکی بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل: دا ډول څرګندونې د ډیپلوماټیکو معیارونو خلاف دي .

پاکستان وایي، د ترهګرۍ خلاف د امریکا د نیږدې ملګري په توګه ورته دا اعلامیه حیرانونکې ده.

د امریکا او هند په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: دوی (بایډن او مودي) د پولې په اوږدو کې ترهګري، د ترهګرو لخوا د نیابتي ځواکونو کارول په کلکه وغندل او له پاکستانه یې وغوښتل چې سمدستي ګامونه واخلي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ سیمه یې د ترهګریزو بریدونو لپاره ونه کارول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر اسلام اباد د افراطیت د تورونو په لګولو سره هند د کشمیر له وضعیت او په هند کې د اقلیتونو له چلند څخه د نړیوالې ټولنې د پام اړولو په هڅه تورن کړ.

ډیلي له کلونو راهیسې پاکستان په هند کې د بریدونو په ترسره کولو تورنوي، په دې بریدونو کې د 2008 د ممبۍ برید هم شامل دی، چې له 165 څخه ډیر کسان پکې ووژل شول.

هند وایي پاکستان د هغو وسله والو ملاتړ کوي چې له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې په کشمیر کې د هند له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

2 COMMENTS

  1. PAKISTAN IS HOME OF TERRORISM.
    ALL MADARESS ARE FACTORY FOR TERRORISM
    PAKISTAN IS BAD NEIGHBOOR FOR AFGHANISTAN&INDIA.
    FINALLY PAKISTAN WILL BURN IN THAT FIRE
    THANKS

  2. زما په نظر دا ډول اعلامیه دومره اهمیت نلري لکه هند چې د امریکا له مایکه پر پاکستان غږ کوی نو کچیری هند په پاکستان باندې شواهد لری نو دا به ښه وي چې ټول شواهد نړیوال جنګي جرایم یا نړیواله د هاګ محکمی ته وړاندی کړی ترڅو د سپین او تور ترمینځ توپیر وشی کچیری د هند دا ګام مثبت تمام شو نو افغانان به هم لدې فرصته ګټه پورته کړی نو لازمه چې هندي سیاسیون د امریکا لدې ملګرتیا د پاکستان پوځ او استخباراتو په وړاندې داسې ګام او ګټه پورته کړی ترڅو پاکستان په نړی کې منزوی شي او افغانان هم ددې ۴۵ کلنې جګړی غرامت او تاوان ترینه واخلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب