یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهلېوال: د پښتنو د نا متمدن او ترهګر ښودلو نړیواله دسیسه روانه...

لېوال: د پښتنو د نا متمدن او ترهګر ښودلو نړیواله دسیسه روانه ده

تاند: ( یکشنبه، د سرطان څلورمه) افغان لیکوال او سیاستوال عبدالغفور لېوال خبرداری ورکوي، چې د پښتنو خلاف یوه نړیواله دسیسه روانه ده، څو له بشري تمدن، نړۍ او نورو څېرمه قومونو سره یې مخامخ کړي.

ښاغلي لېوال په یو لړ ټویټونو کې پر افغانانو غږ کړی، چې خپل حساب له ايډیولوژيکو، استخباراتي خونړیو ډلو څخه بېل ثابت کړ.

نوموړی د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د یوناما د مشرې وروستي راپور ته په اشارې، چې طالبان پکې پښتانه او د لوی کندهار رژیم ګڼل شوی و، زیاتوي: « دا لوبه د ملګرو ملتونو تر سټېژه رسول شوې ده.»

لېوال وړاندې لیکي:«باید په جدي فرهنګي، ویښتیايي او روښانتیايي هڅو ثابته کړئ، چې افغانان یو واحد ملت او د ترهګرۍ قربانیان دي.له استخباراتي مدرسو راپورته شوي څو زره ايډیولوژیک مستبد او خونړي جګړه ماران په سیمه کې  له شاوخوا اویا میلیونه پښتنو بېل دي او دا دواړه سره ګډول د دوښمنو توطئه ده.»

په ایران کې د افغانستان وروستی سفیر غفور لېوال د هیندوستاني پښتون فیلمي زبرستوري شاهرخ خان دا ډایالوګ هم نقل کړی، چې ویلي:سکتاریستان دې د پښتنو سپیناوی له تروریسم څخه د ملاتړ په مانا نه تفسیروي.

د لېوال په باور، د یوه ستر ولس په ادرس سپکاوی پخپله تروریسم دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د طالبانو لپاره پښتنو ته د تروریستانو د خطاب کولو څرګندونې او تورونه زیات شوي.

یو شمېر طالب ضد پښتانه باور لري، چې د داسې څرګندونو په زیاتولو کې هغه پښتانه فعالان هم رول لري، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي یا یې پر ضد له ملي ادرسونو بهر د پښتنو ضدو ډلو له ادرسه غږ پورته کوي.

14 COMMENTS

  1. لا تراوسه یې ماغزه په کرار نه دی
    چاچې ما سره وهلی سر په سنګ دی
    داشپان لو تیر شو خو لیوال اوس لور په لوټه تېروی. لیکوال هیر کړی چې پښتانه خو دکرزی له وخت سره سم مع هذا مع الیوم په دې ناروغی اخته وه لیوال دمقام او سهم وخت کې دهمدې کاسه پاکانو ملګری نه وه او که بدل شوی.
    وای په داسې سیاستوال او لیکوال دغه مو حال دی!

  2. خود کرده را نی درد است نی درمان پښتنو خپله خپل سرنوشت په توره تیاره کی انتخاب کړی او پنجابیان یی خپل باداران انتخاب کړی دی او بی ډوله ډمان یې بیا یورا چی مست نه پوهیزی چی څه وایی اوسه لیکی

  3. ټول زورواکه چي خپلي غوښتني که مالي وي، که قدرتي وي ، که شهواني وي ،که مذهبي وي او يا يو ټولنيز سيستم په نورو انسانانو په زور کاره وي دا ډله ټول تيرورستان.
    پښتون اولس له نړي سره کوم ربړ نه لري لکه عربان د عراق، سوريي، لبنان، ليبيا، فلسطين……….
    فکت داده چي افغانان د افغان وژني لپاره په پاکستان کي دزورواکوپه مالي کومک وروزل شول دراتلونکي تيرورستي کارو لپاره سمبال او په افغانانوحاکم اوافغانستان يي پري ککړ کړ.
    اوس عيني ډرامه غربيان د همدي ډلي له خوامخ په وړاندي بيايي چي په خپله يي روزلي په اسلحو سمبال ااو تيرور ته تيار کړي چي خاصتن پښتون قوم يي قربانيان دي او په ټوله بي شرمي سره پښتون قوم تهمتي کوي چي ګواکي نا متمدن اوترهګردي
    داد غټو زورواکو “اخلاق” ده.

  4. ګرانو وروڼو ثابت او شریف زاده ته عرض وشی چی ريشتیا ووایم دپشتون بی اتفاقی جهالت او پسمانی په اړه له خوشحالخانه نیولی تر باچاخانه بیا تر امان الله خانه او تر الفت او بینوا او دا نن تر جهانی صاحب او عصمت قانع پوری ټول شکایت کوی او د دوی بی اتفاقی ته حیران دی اوس دا دی دنیا هم ورپوری خاندی خو یو کس که پیدا شی او ددی بدبخت قوم لږ دفاع وکی اول همدوی ورباندی بړچ وهی دا وخت نو ټول ورپوری خاندی وای دا دومره جاهل دی قانع یو وخت د زړه له درده لیکلی و آخ پشتونه زړه دی راکی شین که ریشتیا وایی ستا د هر غمخور زړه ستاسی له لاسه شین دی تاسی کی چی یو هوشیار پیدا شی اول همدا تاسی ورباندی حمله کوی ته وخدای دنیا کی بل داسی قوم وښیه لکه دا ستاسی له پورته نوشتو ښکاری چی د انسانیت له چوکاټه بهر یاست شریف زاده ته عرض وشی چی تیرو شلو کلو کی شمال تلواله فسادکی ترټولو ډیره برخمنه وه هغوی ته خوله خلاصوی شی او که وسره شریک وی خو که کوم پشتون ستا له غمه غږ وکړ بیا ورته غاپی ډیر موده د ثابت صاحب دلیکنو طرفداروم ماویل د زړه له درده لیکی ځکه امریکنیانو په پشتنو ډیر ظلمونه وکړل او ثابت ماته طالب ځوان ښکاره کیده خو بعضی ځوانانو به ثابت ته د پنجاب غلام وایه درد به راغی خو اوس یی چی ګورم خلک سخت سخت پیغورونه ورکوی بیاهم زه ورته خپه شم نده پکار چی هسی ناسنجیده هرڅه نوشته شی لږ له قلم او خپل آبرو او حیثیت سره احتیاط کوی نن ورځ په هر سړی ټاپه لګول او تهمت ډیر اسانه دی خو وجدان ته مراجعه وکړی زه د یو لیکوال مثلاً خوشالخان یا الفت یا بینوا یا جهانی او قانع عصمت او نورو طرفداری نه کوم ستاسی په جهالت خپه یم کله سړی وایی چی پریده ی همدسی شرمیدلی ښه دی خوشالخان باچاخان امان الله الفت بینوا ټول دتاسی له لاسه زاره چاودی لاړل نور به څومره درسره زاره چاودی وی

  5. د ښاغالی وحید د خبرو په تائید رښتیا هم لېوال صاحب د زړه د درده د پښتنو د دفاع لپاره خپل غږ پورته کوی او غواړی چی ځوان نسل راویښ شی. دا به ډیر ساده فکر وی چی دطالب واک ته رسیدل به په راتلونکی کی د پښتنو لپاره کومی بدی پایلی ونلری. بلکی دا د نړۍ د استخباراتو او د سطرنج د لوبه کوونکی د ستراتیژۍ یوه برخه ده.
    رښتیا هم د ثابت او شریف زاد په څیر عناصرو شتون په هره ټولنه کی د افسوس وړ وی. دوی ددی پرځای چی د خپلو پښتنو څخه دفاع وکړی او پری ودریږی (د هری فکری او مذهبی لوری څخه چی واوسی)، پری حملی کوی او سپکوی یی. برعکس، همدا تاجکان په خلاصو سترګو د ربانی، مسعود، اسماعیل… په څیر د جنایتکارانو په سر کلک ولاړ دی، هزاره ګان یی په محقق، مزاری، خلیلی… ولاړ دی او ازبکان یی په دوستم. یواځی مونږ ځان په لس زره ډلو ویشلی او بیا حیران یو چی ولی راباندی ظلم کیږی او د سوکالۍ ورځ نه ګورو.
    په تیرو شلو کلونو کی په افغانستان کی د وژل شوو انسانانو څخه یی لږترلږه ۹۰سلنه پښتانه ول، ولی برعکس هزاره ګان او تاجکان ځان د جینوسید او ټول وژنی قربانی بولی او بغاری یی ټولی دنیا ته رسیږی. او بده یی دا چی دنیا هم ددوی په دروغجنو ادعاوو باور کوی او پښتون پکی ترهګر او د نړۍ او بشریت دښمن ګڼل کیږی.

    مننه

  6. لیوال صاحب دې کور ودان وي! سم حقیقت یې بیان کړی.
    هغوئ چې لیوال هغه او دغه ګڼي واقعا تروریستان دي. ټوله دنیا ورته کافر او ځان مسلمان ښکاري. دوئ خو دې په پاکستان کې هم امارت وغواړي! کوم نر په دغو مسلمانانو کې شته؟

  7. سلامونه،
    (د یوه ستر ولس په آدرس سپکاوی،پخپله تروریزم دی!)”غفور لیوال
    اساسي خبره همداده. دا د سپکاوي دسیسه ،یو.ان. ستیج ته له تش په نامه پخواني بقایا فایق مایق چې ولس استفراق کړي ؛او له میډیا له لارې آبل فایق ې د قادري جمیل جان پر ضد توطېه ؛ د ایران پخواني سفیر ظهره وند! په یوټیوب کښې د افغانستان پر ضد د یو بل شیطاني مثلث ( فارشیعستان+روس+-چین!!!)د جوړولو حکایه کوي؛ او د زهرجنو ټ.وي ګانو لکه ا.انټرنشنل ایراني ، طلوع، کاکتوس پلوس او… له خوا پر مخ وړل کیږي.او ط . د دې ټولو د ځواب ورکولو ،یا د تعامل له کبله یا له پټو دروازو له امله ؛جوګه نه دی!!
    د محترمینو ثابت او شریفزاد ځواب خو ورور وحید ولیکهء؛ خو د وحید جان د (تاریخی پښتون بې اتفاقۍ) ماتم! هر کله ټول په خندا او ریشخند تیروو!؟ مثال : د کرزي دوهم وار او د ا.غني دواړه ټاکڼو کې ، د عودلا دوه پای په یوه موزه کې ڼنه ایستلو به ټوله مډیا کې””ګلمرجان ې نه مني!!!!”ټوکه! ؛لاکن شیطاني مثلث ،جنایتکاران نضار+دوموزلردشمنمز+چند هزارستانیا.. خپل وڼډ واهه او آخر ې د جان کیری او پمپیو له … کش او ارګ ې سیوری والا کړ. لا اوس هم پروت دی او د ط ماما نه ې د جنګ د وزارت پیسې اخلي!! عجب سپینسترګي!!.
    مقصد بېرته د لیوال ساب آخري نصیحت ته راځم:افغان/پښتون دا خبرې جدي ونیسئ له ویښتابه او روښانتیا هڅې ګړندئ کړئ
    نه دا چې دوه پک خپلو کې سره ورک؛ او یو د بل ريښې وهئ یه!!!
    افغان+مسلمان+انسان!!!

  8. سلامونه،
    (د یوه ستر ولس په آدرس سپکاوی،پخپله تروریزم دی!)”غفور لیوال
    اساسي خبره همداده. دا د سپکاوي دسیسه ،یو.ان. ستیج ته له تش په نامه پخواني بقایا فایق مایق چې ولس استفراق کړي ؛او له میډیا له لارې آبل فایق ې د قادري جمیل جان پر ضد توطېه ؛ د ایران پخواني سفیر ظهره وند! په یوټیوب کښې د افغانستان پر ضد د یو بل شیطاني مثلث ( فارشیعستان+روس+-چین!!!)د جوړولو حکایه کوي؛ او د زهرجنو ټ.وي ګانو لکه ا.انټرنشنل ایراني ، طلوع، کاکتوس پلوس او… له خوا پر مخ وړل کیږي.او ط . د دې ټولو د ځواب ورکولو ،یا د تعامل له کبله یا له پټو دروازو له امله ؛جوګه نه دی!!
    د محترمینو ثابت او شریفزاد ځواب خو ورور وحید ولیکهء؛ خو د وحید جان د (تاریخی پښتون بې اتفاقۍ) ماتم! هر کله ټول په خندا او ریشخند تیروو!؟ مثال : د کرزي دوهم وار او د ا.غني دواړه ټاکڼو کې ، د عودلا دوه پای په یوه موزه کې ڼنه ایستلو به ټوله مډیا کې””ګلمرجان ې نه مني!!!!”ټوکه! ؛لاکن شیطاني مثلث ،جنایتکاران نضار+دوموزلردشمنمز+چند هزارستانیا.. خپل وڼډ واهه او آخر ې د جان کیری او پمپیو له … کش او ارګ ې سیوری والا کړ. لا اوس هم پروت دی او د ط ماما نه ې د جنګ د وزارت پیسې اخلي!! عجب سپینسترګي!!.
    مقصد بېرته د لیوال ساب آخري نصیحت ته راځم:افغان/پښتون دا خبرې جدي ونیسئ له ویښتابه او روښانتیا هڅې ګړندئ کړئ
    نه دا چې دوه پک خپلو کې سره ورک؛ او یو د بل ريښې وهئ یه!!!
    افغان+مسلمان+انسان!!!

  9. که ثابت دى که لىوال دى که فلانى دى او فلان دى دى کى شک مه کوى چى همساىه ګان او جهان پشتون ورکول غوارى زکه دوى پوهىژى چى پشتون د دى ملک اصلى خلک دى همدى پشتون په تارىخ کى جهانى کارنامى کرى. ثابت جانه او لىوال جان ورونو ته دى ووىل سى اوس طالب حاکم دى بل بدىل هم تر دى بهتر نشته نو باىد طالبان اصلاح شى په مخالفت کى ىى بىا هم بى اتفاقى واقع کىګى. اسلامى امارت مشکلات لرى خو شه خلګ هم ورکى شته، هر سوک چى واقعا زره ىى پر دى وطن درد کوى ىو پر بل دى تور نه لګوى بلکى عملى دى کار وکرى. لىووال صاحب شه اسلامى، اجتماعى، ادبى سىرنى او لىکنىى وکرى، ثابت صاحب دى هم دى د کفر د تاپى پر زاى عملا کار وکرى. پوشتنه کوم وجدانن او اىمانن خپل ګرىوان کى وګورى چى:
    تا اولس ته عملا کوم خدمت بىله کوم مادى امتىازه کرىدى؟
    مکتب، پوهنتون، مدرسه، کلىنىک سه شى سره دى مرسته کرى؟
    ستا چپه او راسته همساىه ماشام سنګه شپه تىره کرىده؟ اىا ما او تا د دوى د حال خخه خبر ىو؟
    بى زاىه اوتى بوتى او تاپه نه لګوو، عملا د خداى تعالى مخلوق ته خدمت په کار دى. تول ملامت ىو، تول ظالمان ىو البته هر ىو خپل په اندازه

  10. محترمانو اوقدرمنو تبصره کوونکو له واقعیت څخه سترګې پټول سم او منطقی دلیل نه دی . نظر د اخلاقو په چوکاټ کې ،دسپلین او انسانی ارزښت کې دهر چا حق دی. ښه داده چې په اټکل قضاوت ونه شی او د سالم سوچ پر بنا دکلام عفت وساتل شی.
    راځی داهیاهو اواهانت پریږدو
    ایا لیوال سفیر نه وه ایا لیوال په همدې نغاره کې موقعیت نه درلود چې اوس نارې وهی.
    بل دکوموسرو پرچمیانو او الکهولیستو پښتنو یادونه تاسې کوی آیا پښتانه دکزی اوغنی وخت کی تباه نه شول .
    دا نا اګاهانه ټاپه وهل مو کورته یوسی اهانت لوی شرم دی پښتون چاته سپکاوی نه کوی

  11. تاند ه تبصره مه سانسوروه وایی مه کوه په ما چې وبه شی په تا.
    دې کې دما ګناه څه ده چې محترم لیوال د پیمان ناتو وخت کې سفیر وه دا حقیقت دی.
    لیوال دکرزی او غنی وخت کې چې پښتانه تباه شول کوڼ او ګونګ وه چې اوس یی لور را په اوږه کړی؟
    دکتر ساپی صاحب ټاپه وهل ښه کار نه دی لږ انصاف وکړه !

  12. سره پرچمیان او الکهولیست پښتانه نه دی کوم کار یی پښتنو ته پاتې کیږی یو مثال یې دلته تاسې ووایی په اټکل محاسبه منطقی کار نه دی
    تباه په نوم پښتونه! لږ ګریوان کې سوچ وکړه او تاریخ ته دې وګوره چې په کومه روان دی؟

  13. سلام ع .شریفزاد صیب خوشحاله اوسې
    وبښه ، ما خو تاسو یا بل چا باندې ټاپه نه ده وهلې ؛ ستا به غلط فهمي وي!
    ماصرف دونه لیکلي چې ورور وحید خان ستاسو په تبصره خپل نظر لیکلی.
    هر څوک اختیار لري چې خپل نظر ووایی.
    حتی طالبان !!؛ د دیموکراسي له دې نعمته خو کار اخلي مګر مکتبونه لا بند دي!!

  14. ښاغلی ثابت او ستاسو نور ملګري، چې غواړئ له خپل رژیم نه دفاع وکړئ، خو په دفاع نه پوهېږئ. ستاسو اجیر کړل شویو فیسبوک چلوونکیو د رژیم په دفاع کې ښکنځلې، سپکاوی او تکفیر داسې د ژبو پر سرو ګرځوي، چې اوس هیڅوک ستاسو خبرې جدي نه بولي. هرځای چې منطق، استدلال او عقلاني ځواب نه وي، ښکنځلې او تکفیر رامخکې کیږي. په دې کې تاوان تاسو او ستاسو رژیم کړی دی، هیڅوک مو دفاعي یا د سپیناوي دریځ نه لولي او نه غوږ ورته ږدي، ځکه له ښکنځلو او تکفیرولو پرته په کې بل څه نه شته، دا باور اوس په افغانانو کې عام شوی دی، چې په تېرو شلو کلونو کې یې تاسو ته په مدرسو کې پرته له تکفیر، ښکنځلو او سپکاوي بل څه درزده کړي نه دي. د دې خبرې لوی زیان تاسو ته رسیږي، خلک درنه فاصله نیسي، فرهنګي حیثیت مو په صفر کې ضربیږي، د ملا، طالب او دیني روحانیونو نیم و نیمکله درناوی پای ته رسیږي. بله خبره دا ده، چې اوس هیڅوک له تکفیر څخه نه ډاریږي، نه یې پروا لري، نه ستاسو په ژبه څوک کافر کیږي. تاسې په داسې مطبوعاتي اخلاقو د جهادي تنظیمونو او آن تنظیمي لنډغرو مخ ورسپین کړ، اوس خلک وايي که تنظیمیان فاسد وو که غله دومره سپک او بداخلاقه خو نه وو، خلکو سره خو یې چلند سم و. په هر صورت، زما درته دوستانه مشوره دا ده، چې د ځان سپیناوي لپاره معقول دلایل پیدا کړئ، له پوچو ښکنځلو او کافر ګڼلو هېڅ ګټه نه درته رسیږي. تاسو اسلامي اخلاق خلکو ته داسې معرفي کړل، چې له امله یې خلک له دین څخه بېزاره کیږي. اسلامي اخلاق داسې نه وي. خدای مو اصلاح کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب