شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+روباتیکه مچۍ

روباتیکه مچۍ

تاند- د امریکا په واشنګټن ایالت کې څېړونکو یوه روباټیکه د شاتو مچۍ جوړه کړې چې هر ځای د یوې رښتیانۍ مچۍ په شان الوتلی شي.

د ساینس ډیلي ویبپاڼې د راپور له مخې، د دې مچۍ څلور وزرونه له یو ډول پوليسټر او کاربون څخه جوړ شوي چې سپک وي او روباټیکه مچۍ پرې هر لور ته حرکت کولی او حتي ځای پر ځای راڅرخېدلی شي.

د واشنګټن په ایالتي پوهنتون کې د میخانیکي انجینیرۍ د پوهنځي د استاد د نستور اوپرز ارانسیبیا تر مشرۍ لاندې د څېړونکو ډله به د خپل کار پایلې د روباتیک او اتومات وسایلو په نړیوال کنفرانس کې وړاندې کړي.

ارانسیبیا وویل، څېړونکي له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسي د مصنوعي حشرو د جوړولو په لټه کې دي. دا حشرې یوه ورځ د مصنوعي القاح یا د ګردو د شیندلو، په تنګو او کوچنیو ځایونو کې د ژغورنې او مرستې رسونې د عملیاتو، په سختو ځایونو کې د چاپیریال څارنې په شمول په مهمو چارو کې پکارېدای شي.

خو د دې لپاره چې د حشرو د مازغو په شان عمل وکړي کوچیني روباټونه د الوتلو او کښېناستلو لپاره د تلویزیون د ریموټ کنټرول په شان کنټرولوونکو ته اړتیا لري.

دا طرحه د روباټیک کنټرول او ډیزاین ترکیب دی. د ډیزاین کنټرول یو ډول مصنوعي مازغه دي. ځینې یې پټه ټکنالوژي بولي.

څېړونکو په لومړي سر کې روباټیکې مچۍ ته دوه وزرونه ورکړل چې ښه ډیره سپکه وي او په اسانه پورته شي، خو د هغې حرکتونه محدود و.

دغو څېړونکو په ۲۰۱۹ م کال په لومړي وار یو څلور وزری روباټ جوړ کړ چې له مځکې پورته شي.

څېړونکو د دې لپاره چې دا کوچنی روباټ په کنټرول شوي ډول وپېچي یا راوڅرخي، له حشرو الهام واخیست. دوی همداراز د دې روباتیکې مچۍ د وزر رپولو سرعت په ثانیه کې له سلو ځلو څخه ۱۶۰ ته زیات کړ چې هوبهو د یوې رښتیانۍ مچۍ په شان حرکت وکړای شي.

دا مچۍ ۹۵ میلي ګرامه وزن لري چې بیا هم تر حقیقي مچۍ زیات دی. د رښتیانۍ مچۍ وزن ۱۰ میلي ګرامه دی.

د دې روباتیکې مچۍ د وزر اوږدوالی ۳۳ میلي متره دی او هر ځل ۵ دقیقې الوتلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب