یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو د افغانستان پر لاره پاکستان ته د ګازو او تېلو د...

طالبانو د افغانستان پر لاره پاکستان ته د ګازو او تېلو د لېږد هوکړه وکړه

تاند: ( یکشنبه، د سرطان څلورمه)  د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې له ترکمنستان څخه پاکستان ته د دغه هیواد د خاورې له لارې د ګازو او نفتي موادو د لیږد له پلان سره یې موافقه کړې ده.

د دغې اعلامیې له مخې دغه پلان له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د ګازو او تیلو د موادو د انتقال په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابروي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو او نفتي موادو د لېږد پلان پخوا د ترانزیت ملي کمېټې تصویب کړی و او اوس د طالبانو اقتصادي مرستیال د آزموینې لپاره منظور کړی دی.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر ټینګار کوي چې د دغه پلان په پلي کېدو سره به د ملي عوایدو کچه لوړه شي او ترانسپورت به پراختیا ومومي.

د پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې وزیر “سید نوید قمر” تېر کال ویلي و، چې دغه هېواد غواړي له افغانستان سره د سوداګریزې اړیکې له لارې د خپلو اقتصادي امکاناتو پر بنسټ یو سوداګریز، ترانزیتي او ټرانسپورټي مرکز شي.

د پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې وزیر وايي، دغه هېواد له ازبکستان سره د سوداګرۍ د مرکز په توګه د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون لاسلیک کړی او له قزاقستان او تاجکستان سره د یوه بل تړون په اړه خبرې کوي.

تېر کال د ازبکستان لومړۍ ټرانزیټي کارګو له پاکستانه افغانستان ته ورسېده او د دغه هېواد سوداګریز کارګو له افغانستانه تېر شو او تاشکند ته ورسېد.

4 COMMENTS

  1. زمونږ د سرکونو به څه صورت حال وی ، د دوی د تخریب قیمت به پاکستان ورکړی او که هسی به یی خراب پریږدی او بل دا چه د عامو خلکوته چه کوم تاوان رسیږی او یا لکه د سالنګ پیښه مرګ ژوبله ، نو تاوان او بیمه به څوک ورکوی ، دا ټولی مسلی باید ضمانت شی

  2. هیواد دې د پاکستان مستعمره او هم په واک کې دی. د طالب مشرانو کورنۍ تر اوسه هلته دي او سمبولیک ملا هبت الله هم د ای ایس ای جنرال دی مګر اوس هم ځینې جاهل فکر کوي چې طالب نظام لري، خودمختاره دي امریکا ته یې ماتې وکړې او داسې نور.

  3. د دی تړون محیطی تاثیرات، جغرافیایی او ځمکنی تاثیرات هم نباید له پامه ولویږی. که له یوی خوا زمونږه سړکونه خرابیږی، له بلی خوا زمونږه هوا او محیط هم متضرره کیږی. ممکن چی ځینی نور حادثات هم مخی ته راشی چی دا تړون باید بیمه شی د سړکونو او د محیط ککړتیا تاوان باید د یو چا لخوا ومنل شی. طالبان خو هسی د پنجاب عسکر دی او هر څه چی پاکستانیان وایی دوی یی منی ځکه چی اولادونه او خویندی میندی یی هلته په اسلام آباد ژوند کوی ـ

  4. IF THIS KIND UNCLEAR AGREMENTAND FREE EXPORT.
    SOON PAKISTAN WILL SOLVE ECONOMIC PROBLEM BY AFGHANISTAN.
    TALIB LEADERS ARE UNDER CONTROL OF ISI.
    CHINA AND PAKISTAN BOOTH ARE MORE HUNGRY FOR AFGHANISTAN.
    TALIBS ARE MULA.AFGHANISTAN CONTROLL BY ISI ADVISORS
    SORRY FOR AFGHANS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب