Homeخبرونهاروپایي پارلمان؛ افغانستان کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې

اروپایي پارلمان؛ افغانستان کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې

تاند (پنج شنبه، د میزان ۱۰) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا ویلي، چې اروپايي پارلمان په یوه غونډه کې په افغانستان کې د روانې جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې پارلمان ویلي په افغانستان کې د ټولشموله مذاکراتو غوښتونکي دي او پر ښکېلو لورو غږ کوي چې ژر تر ژره پر یوه دایمي اوربند هوکړه وکړي.

د سرچینې په خبره د افغانستان اوسنی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او ددې اړتیا ده چې جګړې ودرول شي او اوربند رامنځ ته شي.

په ورته وخت کې افغان حکومت هم د اروپایي پارلمان د دې غوښتنې هرکلی کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي له افغان سولې د اروپايي ټولنې ملاتړ مهم دی او افغان حکومت یې د اوربند د رامنځ ته کېدو له غوښتنې هرکلی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...