تاند (پنج شنبه، د میزان ۱۰) روسیې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د خبرو لپاره د کوربه توب وړاندیز کړی دی.
له څو ورځو راهیسې په د اذربایجان په ناګورنو قرباغ کې د اذربایجانی او ارمنستاني ځواکونو ترمنځ جګړې روانې دي.
تر دې دمه په جګړه کې سل تنه وژل شوي دي.
یاده سیمه په اصل کې د اذربایجان ده خو ارمني ځواکونو لاندې کړې ده او اوس اذربایجان وایي تر هغه به جګړه کوي چې ارمني ځواکونه یې له دې ځای ایستلي نه وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ددواړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په خبرو کې ویلي، چې جګړه دې ودروي او د مذاکراتو لپاره یې مسکو کوربه توب کوي. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین هم د نړۍ له هېوادونو ددغه جګړې ددرولو غوښتنه کړې ده.
فرانسې هم له دواړو هېوادونو غوښتي چې جګړه ودروي.