سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د اختلافي مسایو پر سر...

عبدالله: د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د اختلافي مسایو پر سر هوکړې ته نږدې شوي

تاند (پنجشنبه د میزان ۱۰) د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، په قطر کې د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د ځینو هغو اختلافي مسایلو پر سر چې دا پروسه یې ننګوله، هوکړې ته نږدې شوي دي.

د دواړو لوریو تر منځ د سولې خبرشې د سنبلې په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې، خو تر اوسه په کومه کاري کړنلاره موافقه نه ده شوې.

د حکومت او طالبانو تر منځ له دوه اختلافي مسایلو څخه یوه دا ده چې طالبان تاکید کوي چې فیصلې دې د حنفي فقې په اساس وشي خو د افغانستان د حکومت هیئت وایي چې د اساسي قانون مطابق باید جعفري فقه هم له پامه ونه غورځول شي.

ښاغلي عبدالله اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال تېره ورځ له فرانس پرېس خبري آژانس سره په مرکه کې وویل، چې د دواړو خواوو تر منځ اختلافي مسایل تر ډېره حده حل شوي دي.

د هغه په خبره، اوسمهال د دواړو لوریو تر منځ د حنفي فقهې پر اصولو چې له مخې به یې له شیعه ګانو او د افغانستان له نورو لږکیو سره مخالفت نه راځي، موافقه شوې ده.

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو پر دوام ویلي، طالبان غواړي د سولې په احتمالي هوکړه کې د دولت له نوم څخه مخنیوی وشي او پر ځای یې د افغانانو تر منځ هوکړه ذکر شي. د هغه په خبره چې په دې برخه کې هم پرمختګ شوی خو په اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم وردک وړمه ورځ په یوه وېډیوي پیغام کې وویل، چې په دوحه کې د ځنډېدلو مذاکراتو پر وړاندې کومه جدي ستونزه نه شته ده.

د هغه په خبره د افغانستان ۴۰ کلنه ستونزه په یوه اونۍ یا یوه میاشت کې نه حل کېږي خو زیاتوي چې طالبان د خبرو له لارې هوکړې ته پر رسېدو باوري دي.

محمد نعیم وردک ویلي، ټول باید حوصله ولري څو روان مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب