یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهډاکتر نعیم: حوصله کول مو سولې ته نږدې کوي ځکه د کلونو...

ډاکتر نعیم: حوصله کول مو سولې ته نږدې کوي ځکه د کلونو ستونزه یوه میاشت کې نه حل کېږي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۰) په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په دوحه کې د ځنډېدلو بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې کومه جدي ستونزه نه شته.

هغه زیاته کړې، په ټوله نړۍ کې د ستونزو د هواري په موخه خبرې له ځنډ سره مخ کېږي خو د ځنډونو مانا په ټوله کې دا نه ده چې ګوندې تفاهم ناشونی دی.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، طالبان د خبرو له لارې هوکړې ته پر رسېدو باوري دي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان څلوېښت کلنه ستونزه په یوه اوونۍ او یوه میاشت کې د حل وړ نه ده، نو باید ټول حوصله ولري څو روان مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي. ‌

ډاکتر نعیم زیاته کړې، تر اوسه معلومه نه ده چې خبرې به بیا څه وخت پیلېږي خو هیله لري چې دا خبرې پیل او له لارې یې افغانان یوې هوکړې ته ورسېږي.

1 COMMENT

  1. د سولې ریموټکنټرول د سي ای اې او ای اس ای په لاس کې دی. خو هر وخت چې ای اس ای امتیاز ترلاسه کړ، بیا به یې کېکاږي او خبرې به پیل شي. دا خبرې به یو څو ورځې دوام وکړي او بیا به ودرېږي. بیا به ای اس ای د نورو امتیازاتو غوښتنه وکړي او یو ځل به بیا ریموټ کنټرول ټینګ کړي او خبرې به پیل شي. همدا لوبې به روانې وي میاشتې او کلونه به تېر شي، نه به سوله وي او نه به افغان وژنه ودرېږي. انګلرېزانو تر اوسه د خپلو تاریخي ماتو غچ نه دی اخستی. که طالبان حکومت هم ونیسي ډېر دوام نشي ورکولای. دا هم باید وویل شي چې په نړۍ کې به دیني حکومتونه د پرمختګ او سوکالۍ چانس ونه لري. د داسې هېوادونو سره نړېواله ټولنه اړیکې نه پالي او هم اقتصادي وده نکوي. یو هېواد چې ترڅو سیکولر نشي، پرمختګ نشي کولای. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب