Homeخبرونهامریکا افغانستان ته د مصنوعي تنفس ۱۰۰ ماشینونه ورکړي

امریکا افغانستان ته د مصنوعي تنفس ۱۰۰ ماشینونه ورکړي

تاند (پنجشنبه د میزان ۱۰) امریکا په افغانستان کې له کورونا وبا سره د مبارزې کمېټې ته د مصنوعي تنفس ۱۰۰ ماشینونه ورکړي دي.

په افغانستان کې د کورونا وبا پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، دا عصري تنفسي ماشینونه د امریکا په کینزاس ایالت کې تولید شوي دي.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې دا ماشینونه به ډېر ژر د هغو کسانو لپاره چې افغانستان کې په کورونا وبا اخته دي او په بد وضعیت کې قرار لري وکارول شي.

دغې ادارې ویلي، د نورو ادارو ترڅنګ به د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د مصنوعي تنفس دا ماشینونه وروسته تر هغه افغانستان ته ورکول کېږي چې پخوا بهر ته د ګڼ شمېر وینټلاټورونو د قاچاق راپورونه ورکړل شوي وو.

د راپورونو له مخې د قاچاق شویو ماشینونو څخه یو شمېر یې په پاکستان کې لیدل شوي چې په ارزانه بیه بېرته پلورل کېږي خو د افغانستان حکومت بیا دغه راپورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...