یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهغني: مالیې وزارت دې د راتلونکي کال بودجه کې د موسی قلعه...

غني: مالیې وزارت دې د راتلونکي کال بودجه کې د موسی قلعه برېښنا بند او د نهر سراج کانال ته لومړیتوب ورکړي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۰) د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډې ۵۱ سوداګریزونو شرکتونو ته د ځمکو پر وېش، د کجکي بند د دویم فاز پروژې د ارزونې او کوچنیو متشبثینو ته د هڅونکې بستې پر جزئیاتو نن له غرمې مخکې په ارګ کې بحث وکړ.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راځي چې لومړی د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نثار احمد غوریاني ۵۱ سوداګریزو شرکتونو ته په صنعتي پارکونوکې د ځمکو د وېش جزئیاتو وړاندې کولو پرمهال وویل، دغه شرکتونه به شاوخوا ۵۲٫۵۸۴ میلیون ډالر پانګونه وکړي.

د خبرپانې په وینا ولسمشرغني د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته ۵۱ شرکتونو ته په صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش په پرنسیپ کې تائید کړ او د ښار جوړولو او ځمکو، د صنعت او سوداګرۍ او د کرنې وزارتونه او د پانګونې اسانتیا واحد یې موظف کړل چې پانګوالو ته د ځمکو د وېش څرنګوالی په هر اړخیز ډول وارزوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه ناسته کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رئیس خان محمد تکل د کجکي بند د دویم فاز پروژې د وضعیت راپور وړاندې کړ وې ویل،تر اوسه د دې پروژې شل سلنه عملي او د تفصیلي پروژې د ډيزاین ۶۵ سلنه چارې ترسره شوي.

د خبرپاڼې په حواله چې ولسمشر غني د هغوی د نظریاتو تر اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې یو بې طرفه پلاوی دې د کجکي د برېښنا بند د دویم فاز پروژې د تخنیکي ډیزاین ارزونه وکړي، همداراز د جمهوري ریاست عالي مقام ارشد مشاوریت ته یې دنده وسپارله چې په دې برخه کې د اسنادو سوابقو ته په پام د نړیوال بانک د شرایطو په اړه له بین المللي سلاکارانو څخه هم مشوره واخلي او راپور یې د اقتصادي عالي شورا راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همداراز ولسمشر غني د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره موظفه کړه چې د موسی قلعه او د هلمند د نهرسراج کانال په اړه خپل بنسټیز مطالعات ترسره او مالیې وزارت دې له دې ادارې سره په همغږۍ د راتلونکي کال په بودجه کې د موسی قلعه برېښنا بند او د هلمند ولایت نهر سراج کانال ته لومړیتوب ورکړي.

خبر پاڼې زیاته کړې ده چې د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي د شاوخوا ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د کوچنیو متشبثینو د پیاوړتیا لپاره د هڅونکې بستې جزیات ورکړل او وې ویل، “دې بسته کې مالي او پولي ملاتړ او تشکیلاتي اصلاحات شامل دي چې د ټاکل شویو میکانېزمونو پر اساس به عملي شي.”

ولسمشر غني د کوچنیو متشبثینو د هڅونې او پیاوړتیا طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه او د افغانستان بانک ته یې دنده وسپارله چې کوچنیو متشبثینو ته د هڅونې لپاره عملي میکانېزم او طرزالعمل ترتیب او عملي کړي.

1 COMMENT

  1. من به همه هموطنان که در هر دو طرف نهرسراج هستند و صاحب ذمین باشد مشوره میدهم۰
    اګر نهرسراج مثل وادی ننګرهار تهیه شود طوریکه قسمت پاین نهر نزدیکتر و بالایی اش
    وسیع جورشود هر دوطرف مایل رقم باشد ۰
    همه بوته های بی خاصل از ریشه کنده شود و به عوض ان بته های میوه دار نظر به اقلیم
    کشت شود بسیار مفاد داشته خواهد باشد۰انار انګور انجیر و سیب۰۰۰۰۰
    من این موضوع را به یک ګروپ از مامورین مخترم وزارت زراعت در سال ۲۰۰۹ در هلمند شریک ساخته بودم ۰ تشکر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب