د کافي د نړیوالې ورځې په پلمه:
تاند- څېړونکي د طبي څېړنو پر اساس وايي، تروسه وسه زیاتې اوبه، چای او کافي څښئ. د کوک، فانتا، او انرژي درینک په شان له مضرو څښاکونو ځان ساتئ.
دلته یوازې د کافي یا قهوې څو ګټو ته اشاره شوې ده.
دا ویدیو وايي که سهار په کافي پیل کړئ نو دا ۶ ګټې درته لري:
*کافي انتي اوکسیدنت (زهري ضد) مواد لري.
* ممکن د شکر یا قند ناروغۍ په وړاندې مو وساتي.
* کافي د عمر له ډېروالي سره مرسته کوي.
* ستاسو د مازغو حجرې ساتي. (نه یې پرېږدي چې ژر ومري)
* کافي تاسو ته انرژي درکوي او له مړاوي حالته مو راباسي.
* ځیګر ته مو هم ګټه لري.
خو د کافي په څښاک کې افراط مه کوئ. د چای او اوبو په شان یې ډېره مه څښئ.