Homeخبرونهخلیلزاد د دولت او طالبانو پلاوي په خبرو کې چټکتیا ته وهڅول

خلیلزاد د دولت او طالبانو پلاوي په خبرو کې چټکتیا ته وهڅول

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۱۰) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن په دوحه کې وو چې د افغانستان د دولت او طالبانو د سولې د خبرو له چټکتیا سره مرسته وکړي.

که څه هم په دوحه کې د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو غړي ټینګار کوي چې د دوی په خبرو کې هیڅ بهرنی نشته او نه پکې رول لري خو لوېدیځې رسنۍ وايي چې خلیلزاد وروسته له دې له واشنګټن څخه د دوحې په لور وخوځېد چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې خنډ پېښ شو.

ځینې باوري سرچینې وايي چې خنډ وروسته له دې لېرې شوی چې د ملي مصالحې د عالي شورا رييس عبدالله عبدالله اسلام اباد ته لاړ او د پاکستان ملاتړ یې د دې خنډ د لېرې کولو په برخه کې ترلاسه کړ.

د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې، خلیلزاد نن د دولت او طالبانو له پلاوو سره کتلي او دواړه خواوې یې هڅولي چې د سولې د رسمي خبرو پړاو پیل کړي.

د تېر سپټمبر په نیمايي کې د دوو خواوو د تماس ډلو د رسمي خبرو د اجنډا او تګلارې لپاره خبرې پیل کړې خو تراوسه پورې پرې سلا شوي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...