Homeخبرونهسیداکبراغا: امریکا په بین الافغاني خبرو کې لاسوهنه کوي

سیداکبراغا: امریکا په بین الافغاني خبرو کې لاسوهنه کوي

تاند (پنج شنبه، د میزان ۱۰) د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي، امریکایان د سولې بین الافغاني مذاکراتو کې لاسوهنه کوي.

نوموړي نن په مزار شریف کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې مذاکراتي ټيمونه بايد د سولې رامنځته شوی فرصت ضايع نه کړي او خپلې خبرې ګړندۍ کړي.

د نوموړي په وینا، امریکایان د سولې بین الافغاني خبرو بهیر کې په لاسوهنې سره هڅه کوي د افغانانو ترمنځ بې باوري زیاته او دنياوالو ته وښيي، چې افغانان سوله نه بلکې جګړه غواړي.

سیداکبر اغا په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له دواړو افغاني لوریو غوښتنه کړې ده چې خبرې بیا پیل او ژر یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...