Homeخبرونهچین یو ځل بیا د افغان سولې برخه کې په خپل رغنده...

چین یو ځل بیا د افغان سولې برخه کې په خپل رغنده رول لوبولو ټینګار وکړ

تاند (پنجشنبه د میزان ۱۰) چین وايي، له کرونا سره د مبارزې په موخه د مرستې یوه بله جوپه افغانستان ته لېږي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین میرویس ناب سره په لیدنه کې یو ځل بیا له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د چین سفیر ویلي چې د کورونا وبا سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د نوموړي په خبره، هېواد به یې ډېر ژر له کرونا سره د مبارزې لپاره د مرستې یوه بله جوپه افغانستان ته ولېږي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چین به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د پروژو د عملي کولو لپاره هڅې وکړي او زیاته کړې یې ده چې د افغان سولې برخه کې به رغنده رول ولوبوي.

د چین سفیر وانګ په داسې مهال د افغان سولې پروسې برخه کې په خپل رغنده رول لوبولو ټینګار کړی، چې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له فرانس پرېس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د اختلافي مسایو پر سر هوکړې ته نږدې شوي دي.

https://taand.net/%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%af-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%85%d8%b1%da%a9%da%86%d9%8a-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%88%d9%8a/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...