شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاردوغان: ارمنستان په ډېرې سپین سترګۍ له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي

اردوغان: ارمنستان په ډېرې سپین سترګۍ له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي

تاند( پنج شنبه، د میزان ۱۰) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا له اذربایجان څخه د ترکیې پر ملاتړ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې ارمنستان په ډېرې سپین سترګۍ د نړیوالو قوانینو خلاف کړنې ترسره کوي.

اردوغان ویلي، که چېرته ارمنستان خپلو غیر قانوني کړنو ته ادامه ورکړي نو دوی به د اذربایجان تر څنګ د ارمانیا د اشغالګري پر ضد ودرېږي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی دی چې که چېرته ارمنستان له اشغال څخه لاس واخلي او له اذربایجاني خاورې څخه په شا شي نو سوله به خپله تامین شي.

اردوغان دغه راز په سیمه کې روانو ناخوالو ته په اشارې څرګنده کړې، په سوریه او عراق کې روان تاوتریخوالي ترکیې ته هم ضربه رسولي او په خبره یې که چېرته اړتیا پیدا شي نو دوی به د خپلو پولو د امنیت لپاره په سوریه کې هم عملیات پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب