شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: په کالیزه کې دې یوه ورځ د ډاکټر په نوم...

ولسمشر غني: په کالیزه کې دې یوه ورځ د ډاکټر په نوم ونومول شي

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۱۰) افغان ولسمشر محمداشرف غني نن د افغانستان طبي شورا له لوري د ناروغ د خوندیتوب، د روغتیا او د لوړو زده کړو سیستمونو د پیاوړتیا په ملي سمپوزیم کې د وینا پرمهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې په کالیزه کې دې یوه ورځ د ډاکټر د ورځې په نوم ونوموي.

غني دغه راز د هېواد طبي شورا څخه وغوښتل، چې هر کال لس وړ ډاکټران او درې وړ روغتونونه د تقدیرولو لپاره وړاندیزکړي.

نوموړي زیاته کړه، له دوه نمونوي روغتونونو څخه به د یو مدیریت بهرمېشتو افغان ډاکټرانو او د بل په هیواد کې دننه افغان ډاکټرانو ته وسپارل شي.

غني وویل د روغتیایي سکتور منابع دې په موثره توګه ولګول شي، ځکه په خبره یې خلک له روغتیایي خدماتو څخه خوښ نه دي او د روغتیایي خدماتو وړاندې کوونکې انجیوګانې دې د وزارت له لوري مدیریت شي، ځکه اوس دولت کافي ظرفیت لري.

ولسمشرغني پر روغتیایي سکتور د بې اعتمادۍ ستونزې ته په اشارې وویل:《ډاکټران زحمت باسي او بریالي عملیات کوي، خو د ناروغ د سمې پالنې لپاره نرسان نشته. د روغتونونو زیربنایي او مدیریتي ستونزې باید په اساسي توګه حل شي.》

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب