Homeخبرونهامریکا په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د پښتو او دري د...

امریکا په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د پښتو او دري د زده کړې پروګرام ختم کړ

تاند(جمعه، د میزان ۱۱) د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون وايي، هغه پوځي پروګرام یې پای ته ورساوه چې پر اساس یې امریکايي پوځیانو ته د افغانانو او پاکستانیانو د کلتور او ژبو روزنه ورکول کېده.

د سټارز انډ سټرایبس ورځپاڼې د راپور له مخې، د متحدو ایالتونو د لوی درستیز ویندوی ریچارد اوسیل وايي، په دې پروګرام کې، چې د افغانستان – پاکستان هنډس پروګرام نومېده، له څه باندې یوې لسیزې راهیسې امریکايی پوځیانو ته پښتو، دري او اردو ژبې ورښودل کېدې.

ده همداراز وویل چې د دې پروګرام د فسخه کولو پرېکړه تېر کال، چې جنرال جوزیف ډانفورد د امرکیا لوی درستیز و، شوې وه.

په دې پروګرام کې، چې د سپټمبر په دېرشمه پای ته ورسېد، شاوخوا ۱۰۰۰ پوځیان د ۴ کلونو لپاره د سلاکارانو په توګه وروزل شول

د دې پروګرام په ترڅ کې ۴ امریکايي پوځیان ووژل شول. ډېر امریکايي سلاکاران د نفوذي عناصرو په حملو کې وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...