شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeسپورتکرکټ: په روان آی پي اېل کې پنجاب درېيمه ماتې وخوړه

کرکټ: په روان آی پي اېل کې پنجاب درېيمه ماتې وخوړه

تاند(جمعه، د میزان ۱۱) د ای پي ايل سياليو په ۱۳مه لوبه کې کېنکز الېون پنجاب د ممبۍ انډينز لوبډلې پر وړاندې د ۴۸ منډو په توپير ماتې وخوړه

په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه د ممبۍ لوبډلې وکړه چې د ۴ لوبغاړو په زيان يې په شلو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف ورکړ، چې د ممبۍ لپاره په توپ وهنه کې کېرن پولارډ په ۲۰ توپونو ۴۷ ناسوځيدلې، هرډيک پنډيا په ۱۱ توپونو ۳۰ ناسوځيدلې او لوبډلمشر روهيت شرما په ۴۵ توپونو ۷۰ تر ټولو زياتې منډې جوړې کړې.

د پنجاب لوبډله په دې ونه توانيده چې هدف ته ځان ورسوي او د ۸ لوبغاړو په سوځيدو يې ۱۴۳ منډې جوړې او د ۴۸ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د پنجاب لپاره لوکش راهول ۱۷ اګروال۲۵ او پورن ۴۴ منډې ترسره کړې.

روان آی پي اېل کې د پنجاب لوبډلې څلور سيالۍ کړې، یوه يې ګټلې، درې يې بايللې.

د روانو لوبو په نننۍ ۱۴مه لوبه کې د نبي او راشد اړوند سنرايزر حيدراباد لوبډله د چينای سوپر کينکز په وړاندې خپل بخت ازمايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب