جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهدکورنیو چارو وزارت؛ تر راتلونکو ۳ میاشتو د محلي پولیسو جوړښت له...

دکورنیو چارو وزارت؛ تر راتلونکو ۳ میاشتو د محلي پولیسو جوړښت له منځه وړي

تاند (جمعه، د میزان ۱۱) د کورنیو چارو وزارت مسولان وایې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې د سیمه ییزو پولیسو جوړښت له منځه وړي.

د یاد وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایې، چې له ۲۴ زره محلي پولیسو ځینې به یې په ملي اردو کې جذب شي او پاتې نور به هم له ملي پولیسو سره یو ځای کړي او ځیني به په کور کېنول شي.

سیمه ییز پولیس له پیله له دې امله د خلکو له نیوکو سره مخ وو، چې ګټور نه دي ثابت شوي او تر ډېره د سیمه ییزو زوراکو تابع دي.

د اندرابي په خبره تر راتلونکو څلورو کلونو به پولیس د جګړې له ډګره خپلې اصلي دندې ته چې د قانون ټینګښت دی راوګرځي.

نوموړی زیاتوي ، که د سولې خبرې بریالۍ شي په افغان امنیتي ادارو کې طالب وسله والو ته ځای شته. اوسمهال د پولیسو شمېر ۲۵۰ زره کسانو ته رسېږي، چې لویه برخه یې د جګړې په ډګر کې فعاله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...