Homeخبرونهارمنستان په ډله ییز امنیت کې د افغانستان د غړیتوب د لغوه...

ارمنستان په ډله ییز امنیت کې د افغانستان د غړیتوب د لغوه کېدو غوښتنه کړې

تاند (جمعه، د میزان ۱۱) د آرمنستان ملي شورا د نګورنو قره باغ په شخړه کې له آذربایجان څخه د افغانستان له ملاتړ څرګندولو وروسته د ډله ییز آ منیت تړون سازمان او له دارالانشا څخه غوښتي، چې د څارونکي په توګه په دې بنسټ کې د دې هېواد غړیتوب لغوه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې د نګورنو قره باغ په اړونده سیمه کې د آرمنستان او آذربایجان ترمنځ پر روانو نښتو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ له آذربایجان څخه ملاتړ او د دواړو لورو تر منځ یې پر ځاني او مالي زیانونه خواشیني هم ښکاره کړې ده.

بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د نګورنو قره باغ سیمه په نړیواله کچه د آذربایجان د یوې برخې په توګه پېژندل شوې او په دې اړه د آذربایجان، نړۍ او د نورو هېوادونو د خلکو او حکومت له هڅو ملاتړ کوي.

په دې وروستیو کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ اړيکې خورا ترینګلي شوي او سختې نښتې هم شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...