Homeداسې هم شتهساینسپه هایدروجن چلېدونکې الوتکه وازمویل شوه

په هایدروجن چلېدونکې الوتکه وازمویل شوه

تاند- د پایپر میلبو په نوم په هایدروجن چلېدونکې الوتکه د بریتانیا له کرانفبلډ څخه والوته او بېرته په هماغه ځای کې کښېناسته. الوتکه له مځکې ۱۰۰۰ فوټه لوړه شوه او په ساعت کې یې ۱۱۵ مایله سرعت واخیست.

دا الوتکه زیرو اویا کمپنۍ د لندن د شمال په کرانفیلډ کې جوړه کړې ده.

زیرواویا (ZeroAvia) کمپنۍ غواړي چې په راتلونکې کې دا ډول ډېرې هایبریډ الوتکې جوړې کړي. دا الوتکې د تېلو په ځای د هایدروجن په سوځولو او بیټرۍ کار کوي.

Play

تمه کېږي چې دا ډول لویې الوتکې جوړې شي چې ډېر بار او سپرلۍ یووړلی شي.

د بریتانیا حکومت د دې الوتکې د جوړولو مالي لګښت په غاړه اخیستی دی او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو درو کلونو کې دا ډول ګڼې الوتکې جوړې شي چې له لسو تر شلو سپرلۍ پکې ځاییږي.

د الوتکې جوړوونکې کمپنۍ وايي چې تر ۲۰۳۰ پورې به په دې بریالي شي چې داسې هایدروجني الوتکې جوړې کړي چې ۲۰۰ تنه سپرلۍ وړلی او تر ۵۵۵۶ کیلومترو پورې سفر کولی شي.

په کرانفیلډ کې تازه ازمویل شوې الوتکه د ۶ تنو لپاره ده او ټاکل شوې ده چې په بل ازمېښت کې له انګلنډ څخه تر سکاټلنډ پورې ۴۰۰ کیلومتره مزل وکړي.

د دې الوتکې ږغ ډېر ټیټ دی او چاپېریال نه ککړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...