دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهپه تېرو ۹ میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي څه باندې...

په تېرو ۹ میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي څه باندې ۲۰۰۰ قضیې څېړل شوي

تاند (جمعه د میزان ۱۱) لویه څارنوالي وايي چې په روان کال کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۲۰۰۰ قضیې څیړل شوي دي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل د مېرمنو د تاوتریخوالي په دې قضیو کې جنسي تیري، ځورول، جبري ودونه، په بدو کې ورکول او ځیني نورې پېښې شاملې دي.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې له ښځو سره د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې قضیې په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې د روان مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې ثبت شوي، چې ۶۶۲ یې په کابل، ۲۵۶ یې په بلخ او ۲۰۸ هغه یې په هرات کې ثبت شوي دي.

ښاغلی رسولي وايي تر دې ولایتونو وروسته په ننګرهار، دایکندي، بامیان او یو شمیر نورو ولایتونو کې هم له ښځو سره د تاوتریخوالي زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

نوموړی زیاته کړه، هېڅ یوه پېښه به له څېړنې پاتې نه شي او په وخت به ورته رسېدنه وشي او کوم کسان چې دداسې جرمونو مرتکب کېږي قانوني چلند به ورسره وشي.

د جمشېد رسولي په وینا ټول هیواد کې د ښځینه څارنوالانو کچه شل سلنې ته رسیدلې او عدالت ته د ښځو لاسرسی د تیر په پرتله زیات شوی دی.

د وروستیو راپورونو پر اساس تیره ورځ هم په فاریاب ولایت کې یوه ۲۸ کلنه مېرمن د هغې د ماشومانو پر وړاندې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ووژل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب