یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامریکا د افغانانو خپلمنځي خبرو کې منځګړتوب ته چمتووالی ښودلی

امریکا د افغانانو خپلمنځي خبرو کې منځګړتوب ته چمتووالی ښودلی

تاند (جمعه، د میزان ۱۱) په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس وېلسن وايي، چې متحده ایالات او نور هېوادونه د افغانستان د سولې له بهیر سره هرې هغې مرستې ته چمتو دي، چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د سولې د خبرو د کړنلارې په اړه د بحث پر مهال د هغو اړتیا ویني.

وېلسن وايي، په دوحه کې د سولې خبرې ښايي یو څه زیات وخت واخلي ځکه دواړه لوري له صفر څخه پیل کوي.

وېلسن زیاته کړه د امریکا او د نورو هغو هېوادونو د نظریو منل، چې په افغانستان کې د سولې له هڅو سره مرسته کوي په خبرو کې په ښکېلو خواوو پورې اړه لري.

هغه وویل، امریکا دا لېوالتیا نه‌ لري چې پر مرکچي پلاویو خپل نظر تحمیل کړي، بلکې د اړتیا په صورت کې مرستې ته چمتو ده.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد قطر ته د خپل سفر پرمهال د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي دي.

د طالبانو ویاند ویلي، چې دواړو لورو د دوحې د سولې هوکړې پر عملي کولو بحث او ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب