سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهمتحده عربي اماراتو ۱۱ تنه افغان زندانیان خوشې کړل

متحده عربي اماراتو ۱۱ تنه افغان زندانیان خوشې کړل

تاند (جمعه د میزان ۱۱) د اماراتو د حکومت له بنده خوشې شوي افغان زندانیان خپل هېواد ته لېږل کېږي.

د متحده عربي اماراتو حکومت له خپلو زندانونو څخه ١١ تنه افغان زندانیان خوشې کړي چې بېرته یې افغانستان ته لېږي.

په دې هېواد کې د افغانستان کونسل جنرال مسعود عزيزي ویلي، چې دا بنديان د دوى په هڅو خوشې شوي دي او هڅه کوي چې څو تنه نور هم چې هلته بندیان دي خوشې کړي..

د ښاغلي عزیزي په وینا چې دغه افغانان د اماراتو د رآس الخېمه ښار په زندان کې د بېلا بېلو جرمونو له امله بندیان شوي وو.

د هغه د معلوماتو له مخې چې په متحده عربي اماراتو کې به یې د کارونو له پای ته رسېدو سره سم افغانستان ته واستوي.

د جنرال مسعود عزيزي په خبره د متحده عربي اماراتو په زندانونو کې د څو تنو نور افغان زندانیانو کارونه به ډېر ژر خلاص او هغوی به هم خپل هېواد ته ولېږل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی