چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeکلتورسینماپه مرګ مینه نجلۍ / ګل رحمن رحمانى

په مرګ مینه نجلۍ / ګل رحمن رحمانى

نوماندې امریکايي لوبغاړې اود بشري چارو مخکښې انجلینا جولي په ۱۹۷۷ زېږدیز کال کې دامریکا په کلیفورنیا کې نړۍ ته سترګې وغړولې، دا د جان وویت لور وه چې خپله هم دسینما پخوانی لوبغاړی و .

جولي خپل هنري فعالیتونه دلي استراسبر دتیاتر په انیستیتوب کې په ۱۲ کلنۍ کې پیل کړل . دې دښوونې روزنې په پنځو فلمونو کې چې ډایرکټري یې دهغې  ورور جیمز کړې وه، په لومړي ځل ولوبېده ، هغې د۱۹۹۶ زېږديز کال په مې کې واده وکړ،  خو وروسته له خپل خاوند نه جدا شوه .

  جولي په فلم کې په اسکیزوفرني ناروغۍ دمبتلا نجلۍ په رول لوبولو داسکار جایزې ته لار لنډه کړه، په لاراګرافت کې وځلېده ، دهدیرې یرغلګر فلم کې له خپل پلار سره ، په سرقت فلم کې د شپږو ثانیو لپاره له نیکلاس سره  او په  لومړۍ ګناه فلم کې له انتونیو باندراس سره یو ځای لوبېدلې ده .

   دې همدا راز« مېرمن او ښاغلی سمېت » په فلم کې دخپل مقابل لوري براد پیت سره په رول لوبولو یو نوی ژوند پیل کړ او په ۲۰۰۶ کال کې یې په افریقا کې درېیم زوی نړۍ ته سترګې وغړولې .

  البته دهغې دوه نور اولادونه هم افریقايان دي ، چې دې په زوی ولۍ سره قبول کړي دي او شاید په همدې دلیل وي، چې دملګرو ملتونو دښه نیت دسفیري په توګه وټاکل شوه .

  په ماشومتوب کې یې لودیځې فلسفې کرکه خو په ختیځه فلسفه ځکه مینه شوه چې ددې په وینا مرګ ته یې زیاته پاملرنه کړې ، ددې دماشومتوب هیله دا وه چې دخارو ته سپارلو مراسمو مدیره شي چې په همدې سبب یې مرګ په ژور نظر له زړه او سترګو تېر کړ ، له مرګ سره یې مینه پیدا کړه او دمرګ دفسلفې دګڼو کتابونو پاڼې یې واړولې .

 جولي یو له هغه فلم لوبغاړو او مشهور څېرو نه وه ، چې په خپلو خبره کې یې داسلام ستر پیغمبر ته د سپکاوي فلم یې غندلی و، دې هغه مهال وویل چې دا داسلام په وړاندې له جګړې پرته کومه بله مانا نه لري .

  دې دمسلمانانو له اعتراضونو هم په ټوله نړۍ کې دفاع وکړه .دې همدا راز څه موده وړاندې دپاکستان له راډيو سره په مرکه کې ویلي و چې داسلام له مبارک دین سره یې علاقه مندي او مینه زیاته شوې ده .

 داغلې جولي په اړه څو لنډ او مهم ټکي :

اصلي نوم : انجلینا جولي وویت

د زوکړې کال : ۱۹۷۷

دزوکړې ځای : کلیفورنیا–امریکا

قد : ۱۷۱ سانتي متره

وزن : ۵۹ کیلوګرامه

-جولي په ماشومتوب کې هیله درلوده چې دتدفین مراسمو مدیره شي.

-دې له خپل پلار سره ډېرې ښه اړیکې او مینه نه لرله ؛ نو ځکه خو یې خپل کورنۍ نوم حذب کړ .

-دا په لندن او نیویارک کې هم دمدلې په توګه په کار بوخته ده .

-په وجود یې ګڼ خالونه لګولي او له خالونو څخه مینه ددې له ځانګړتیاوو څخه ده .

-اغلې جولي چپ لاسې ده ، تل خاموشه او دشاعر غوندې غلي وي .

-دا له ۲۰۰۱ م کال نه وروسته تر اوسه پورې دکډوالو لپاره دملګرو ملتونو دعالي کمیشنرۍ داستازي په توګه په دنده بوخته ده او کله کله ددرېمې نړۍ بې وزله هېوادونو ته هم سفرونه کوي .


2
د جولي خاوندان او یارانې  :

لومړی خاوند : ددې لومړی خاوند جاني لي میلر نومېده، نڅاګر، لوبغاړی ، کار ګردان او سناریو لیکوال و چې په ۱۹۹۶ کال کې یې ورسره واده وکړ او په ۱۹۹۹ م کې له طلاق وروسته سره جدا شول .

دویم خاوند : د جلي دویم خاوند بیلي باب تورنتون نومېده ، دی هم فلمي لوبغاړی ، نڅاګر،کار ګردان ، سناریو او ډرامه لیکوال و ، له ده سره یې په ۱۹۹۹ کال کې واده وکړ او په ۲۰۰۲ کال کې سره جدا شول .

یارانه : طبعي خبره ده، چې فلمي لوبغاړي دمینو او یارانو کیسې هم لري ، جولي هم  دتیموتي هوتون سره له ۱۹۹۸ نه تر ۱۹۹۹ سره پټې اړیکې درلودې، چې دی هم دهمدې کالونو تر منځ یو مشهور نڅاګر و .

اوسنۍ اړیکه  : اوس مهال دې ویلیام بردلي پیت سره اړیکې لري .
جایزې : نوموړي په خپل هنري کار کې داسکار او طلايي ګلاب جایزې ګټلي دي او په ۱۹۹۹ کال کې دنړۍ دترټولو جذابې نجلۍ نوم هم ورکړل شوی دی .

4جولي د خپل ماشومتوب په اړه وايي :

    ما په ماشومتوب کې له بایسکل ځغلولو او چاقوګانو له ټولولو سره زیاته علاقه لرله . دا وايي هغه سرګرمۍ چې زما ورور ورسره کومه علاقه نه درلوده ماته زړه راښکونکې وې خو له فلم لیدلو سره زموږ دواړو مینه سره شریکه وه .ډېر وخت به مو اوږدې ورځې په سینما کې دکلاسیکو اثارو په لیدلو تېرولې .

دې له دې نه پرته نورې هیلې هم لرلې ، شاید چې تاسې به باور هم پرې ونه کړی.دې هیله لرله چې دتدفین دمراسمو مدیره شي .دا په دې اړه وايي : زما کورنۍ زما په اړه تشویش درلود .

   دوی ته عجیبه وه ، چې زه خاورو ته دمړیو دسپارلو مراسم خوښوم ، ما به هغه سندره خوښوله چې دمړیو دتابوتونو په لیدو به مې اورېده او دوی به له نړۍ سره دتل لپاره مخه ښه کوله ، دا ټول ماته ډېر په زړه پوري و . یوښکلی انسان به له موږ سره مخه ښه کوله او موږ به ورته چوپه خوله اوښکې تویولې .له دې نه ښکاري چې دې له ماشومتوبه دمرګ له موضوع سره زیاته مینه لرله .

   جولي سره ددې ، چې له ماشومتوبه یې زړه راښکونکې څېره او بڼه درلوده ، خو مخکې له دې چې خپلې څېرې او ښکلا ته ځیر شي ؛ نو دلودیځې فلسفې په ځانګړې ډول دمرګ په اړه له لیکل شوو کتابونو سره مینه پیدا شوه ، دا وايي زما له پاره مرګ ژور مفهوم لري .

   مرګ شاید زموږ په ژوند کې تر ټولو ستره حادثه وي چې موږ تل هېره کړې ده .ما د مرګ په اړه زیات فکر کړی، دژوند په اړه یې ډېر ارام ورکوونکي څه لري . داچې تاسې پوهیږی سبا مری؛ نو نن ورځ باید غنیمت وګڼئ .

   جولي اقرار کوي، چې دلودیځ فلسفه له یو څه غفلته ډکه ده اما لودیځوال په ځانګړي ډول چینایان ، هندیان او ایرانیان په خپله فلسفه کې دمرګ لپاره په زړه پورې درسونه لري .

   دا له څه وخت تېرولو وروسته په شپاړلس کلنۍ کې چې تانده او ښکلې پېغله وه له بورلي هیلز روزنتون نه فارغه شوه او له دې نه وروسته ډېر وخت په لندن کې وه او په دې ښار کې دیوې مدلې یا دخرڅلاوو توکو ددلالې په توګه په کار بوخته وه او وروسته په نیویارک  او لاس انجلس کې هم دهمدې برخې دکارګرې په توګه پاتې شوه .

    وروسته بيا نيويارک پوهنتون ته لاړه او دنڅا په برخه کې یې لیسانس سند تر ګوتو کړ دا دخپلې دې دندې په اړه وايي: یو وخت دغه کار راته ډېر زړه راښکونکی و.

   دا په فرانسوي هم پوهېده خو وايي کله چې دغه دندې ته مې زیاته پاملرنه درلوده خو دا چې رسنیو او اخبارو دپلورنکو دلالانو ته په سم نظر نه کتل او دهغوی ډول ډول تصویرونه یې خپرول؛ نو له خپلې دنده سخته ستړې شوم ، بد مې ترې راغلل او عکاسانو دکمرو په دروبینونو کې مې ځان ډېر سپک احساسولو، پس همدا علت و چې دې دندې ته مې شا کړه، کوښښ مې وکړ چې دسینما لوبغاړي په توګه مې ځان راڅرګند کړم .

5د جولي په زوی ولۍ نیولي اولادونه : 

  لور : زهرا مارلي جلي دهغې لور ده ، چې د اتیوپیا اوسېدونکې ده، د دې اصلي مور او پلار دایډز په سبب مړه شوي وو او انجلیا په ۲۰۰۵کال کې دلور په توګه قبوله کړه

   ماشلین په نامه نجلۍ هم دې په لورولۍ نیولې وه چې پلار یې په ۲۰۰۸ کال کې دسرطان دناروغۍ په سبب مړ شوی و. د دې اصلي لور شیلو نوول جولي پیت نومېږي چې په ۲۰۰۶ کال کې زېږېدلې ده .

زوی : پکس تین جولی پیت د ۲۰۰۷ کال دمارچ په میاشت کې دجولي له خا په زوی ولۍ قبول شو ، دی دویتنام دی او په ۲۰۰۳ کې زېږېدلی دی

دانجلینا جولي ځینې مشهور فلمونه هم په لاندې ډول دي ، خو هغه فلم چې دا په کې په لومړي ځل د ډایریکټرې په توګه راڅرګنده شوې د «دخاورو او شاتو ټاټوبی کې» نومېږي

1. Atlas Shrugged (2008) (announced) …. Dagny Taggart

2. Wanted (2008) (pre-production)

3. The Changeling (2008) (pre-production)

4. Kung Fu Panda (2008) (post-production) (voice) …. Tigress

5. Beowulf (2007) (post-production) (voice) …. Grendel’s Mother

6. A Mighty Heart (2007) (post-production) …. Mariane Pearl

7. The Good Shepherd (2006) …. Clover/Margaret Ann Russell

8. Mr. & Mrs. Smith (2005) …. Jane Smith

9. Alexander (2004) …. Olympias

… aka Alexander Revisited: The Final Cut (USA: director’s cut)

… aka Alexandre (France)

10. The Fever (2004) …. Revolutionary

11. Sky Captain and the World of Tomorrow (2004) …. Franky

12. Shark Tale (2004) (voice) …. Lola

13. Taking Lives (2004) …. Illeana

14. Beyond Borders (2003) …. Sarah Jordan

… aka Jenseits aller Grenzen (Germany)

 

15. Lara Croft Tomb Raider: The Cradle of Life (2003) …. Lara Croft

… aka Lara Croft Tomb Raider: Die Wiege des Lebens (Germany)

16. Life or Something Like It (2002) …. Lanie Kerrigan

17. Original Sin (2001) …. Julia Russell/Bonnie Castle

… aka Péché originel (France)

18. Lara Croft: Tomb Raider (2001) …. Lara Croft

… aka Tomb Raider (USA: short title)

19. Gone in Sixty Seconds (2000) …. Sara ‘Sway’ Wayland

20. Girl, Interrupted (1999) …. Lisa Rowe

… aka Durchgeknallt (Germany)

… aka Durchgeknallt – Girl, interrupted (Germany: TV title)

21. The Bone Collector (1999) …. Amelia Donaghy

22. Pushing Tin (1999) …. Mary Bell

… aka Turbulenzen – und andere Katastrophen (Germany)

23. Playing by Heart (1998) …. Joan

24. Hell’s Kitchen (1998) …. Gloria McNeary

… aka Hell’s Kitchen N.Y.C. (USA)

25. Gia (1998) (TV) …. Gia Marie Carangi

26. Playing God (1997) …. Claire

… aka Playing Hero

27. George Wallace (1997) (TV) …. Cornelia Wallace

28. True Women (1997) (TV) …. Georgia Virginia Lawshe Woods

29. Foxfire (1996) …. Margret ‘Legs’ Sadovsky

30. Love Is All There Is (1996) …. Gina Malacici

31. Mojave Moon (1996) …. Eleanor ‘Elie’ Rigby

32. Hackers (1995) …. Kate Libby/’Acid Burn’

33. Without Evidence (1995) …. Jodie Swearingen

34. Alice & Viril (1993) …. Alice

35. Angela & Viril (1993) …. Angela

36. Cyborg 2 (1993) …. Casella ‘Cash’ Reese

37. Lookin’ to Get Out (1982) (as Angelina Jolie Voight) …. Tosh

1 COMMENT

  1. if you don,t mind give me information about his sickness that sickness which happend to her cancer i heard about he cut her tit from the reson of that cancer and give me information about her next films in 2013 2014

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب