جمعه, اپریل 19, 2024
Homeکلتورخاطرهیوه ریښتینې کیسه / زېب منتظرمسید

یوه ریښتینې کیسه / زېب منتظرمسید

حیدر یې په نویو کالیو کې ونه لید د ډاکټرنجیب الله د واکمنۍ شپې ورځې وې. امام چې د جلال اباد اوسیدونکی و ، په دولت کې دنده ترسره کوله ، خو هغسې چې ځینو پکرکوه، د خلک د ګوند غړی یا کمونیسټ نه وو. دا هغه مهال وو چې په جلال اباد کې سخته جګړه روانه وه او مجاهدینو غوښتل چې دغه ښار پخپله ولکه کې راولي. په ښارباندې به په هرشپه او ورځ په سلګونو او زرګونو توغندي لګیدل . کله چې جګړه ډیر توده شوله او په ښارکې اوسیدل نور ګران او له ګواښه تش نه وو، نو امام پریکړه وکړه چې خپل بال بچ او ماشومان د جګړې له سیمې نه وباسي. هغه وو چې مخه یې د پيښور په لور کړه او هلته کډه شو. لومړي وختونه د اپریدو په سیمه کېه یوه کږدۍ کې اوسیده، وروسته یې په پیښور ښارکې د یوه هټۍ وال سره وظیفه ومونده چې د یوڅوپیسو د ګټلو وسیله یې شوه. سهاربه د وخته هټۍ ته تللو او ترماښامه به په چار بوخت وو، ماښام ناوخته به کورته راستانیده . همداسې شپې ورځې تیریدې. یوه ورځ، دتل په شان، امام هټۍ ته لاړ،خوماښام بیرته راونه ګرځیده. میرمن او یو زوی یې چې مصطفی نومیده اودپنځو کالو وو، ورته سترګې په لاره وو چې هغه به بیرته راځي، خو هغه بیا هیڅکله هم بیرته کور ته رانغی .ویل کیده چې امام به د تنظیمونو کسانو بیولی وي، ځکه چې ده د ډاکټرصیب په حکومت کې دنده درلوده ، نو هرومرو کمونیسټ وو. کالونه تیریدل، دستونزو او ربړونو ډک کالونه.دمصطفی مور به،چې کونډه شوې وه او کوچنی زوی ورته یتیم پاتې شوی وو، د ګونډیانو اوکوڅوالو کالي ګنډل او لدې لارې یې دخپل یوازیني زوی پالنه کوله . مصطفی اوس لوی شوی وو. په هیواد کې نظامونه یو دبل پسې اوښتي را اوښتي وو . دوی هم د ځینو نورو هیوادوالو په څیر، خپل ټاټوبي ته را ستون شوی وو. د جلال اباد ښاردعربانو ګلایي په کوڅه کې اوسیدل . موریې ددې لپاره چې دبې کسۍ او بې وسۍ نه خلاصه شي او زوی یې اباد شي، مصطفی ته واده وکړ. څه موده وروسته مصطفی ته خدای پاک یو زوی ورکړچې نوم یې ورباندې محمد حیدر کیښود. وایي چې لومړی زوی او لومړی لمسی ډیر خوږ وي، حیدر پخپل مور ، پلار او نیا باندې ډیر ګران وو. ده به زیاتره وخت د خپلې نیا سره تیراوه ، دګونډیانو کره به ورسره تللو. کله به چې د کوم ګونډي کورته لاړل، نو حیدربه شا اوخوا کتل، ټلویزیون، قالینې ، سایکل ،… به یې چې ولیدل، نو له خپلې نیا نه به یې پوښتل چې ، ولې دوی هغه څه نلري چې نور یې لري؟

ولې د ده ملګری … سایکل لري، اما دی یې نلري؟! ښکاره خبره ده چې دمصطفی دکورنۍ اقتصادي وضعه ښه نه وه ، لاس یې ډیر تنګ وو، په ډیرو ستونزو یې یوازې دومره کول چې د خپلې کورنۍ لپاره د سهار او ماښام ډوډۍ برابره کړي. د مصطفی مورکۍ ډیره هیله درلوده چې کاش دومره پیسې یې درلودای چې خپل لمسي (حیدر) ته یې نوې کالي، سایکل او دهغه دخوښې واړه او کوچني شیان اخستلی شوای. هروار به چې حیدر ورنه څه غوښتل،نیا به یې پداسې حال کې چې زړه به یې له غمه چاوده، ورته پلمې کولې او د هغه پام به یې بلې خواته اړوه . هر اختربه د مصطفی د مور لپاره دغم او خپګان زیری وو، ځکه د حیدر همزولو او انډیوالانو به اختر ته نوې جامې ، بوټان او ښ کلی سامانونه اخیستي وو ، خو حیدر به همغه زړې جامې په غاړه وې او له نیا نه به یې بار بار پوښتل : ـ ابۍ ، ماته دې ولې نوې جامې ندي اخیستې ؟

دمصطفی مورته به ځمکه سور تنور شوه، جګ اسمان به پرې لاندې راټيټ شو، د زړه نه به یې یوه خدای خبر وو، بس خبره به یې په یوه بله پلمه ،بلې خواته واړوله، بیابه یې ورسره ژمنې وکړې چې بل وار به یې هرو مرو ورته اخلي …!!! خو سږکال د مصطفی مورکۍ لږ څه خوشاله غوندې وه . مصطفی پدې بریالی شوی وو چې په هوایي ډکرکې د دیاړۍکار وکړي او یو څه پيسې هم وسپموي . نیایې د حیدر لپاره یو نه ، بلکې دوه جوړې نوي کالي اخیستي وو- د تیرو کالونو ارمان یې غوښتل پرې وباسي.

داسې ښکاريده چې نور نو بدمرغۍ او بې وزلۍ ددوی له ګریوانه خپل اوږد لاس ایستلی دی. د ستونزو او کړاوونو پر لوړ او له غنو نه ډک غره یې پښه ور واړوله. دتورو تیارو د کرغیړنو دیوالونو ترشا، د رڼا څرک را څرګند شویسږ کال اختر یوازینی اختر وو چې د مصطفی مور ورته خوشاله وه او غوښتل یې چې هرڅومره ژر وي، هغه راشي. د اختر راتګ ته دومره ل یواله وه چې ورځې ورباندې نه تیریدې، هر ورځ ورته یو کال شوی وو. سږکال به دهغې لمسی هم د کوڅې دنور همزولو سره په خوښۍ اختر ولمانځي، خپل نوي کالي به نورو ملګرو ته وښيي او انډیوالان به یې ورته نه وايي چې ،» ولې حیدره ! نیا دې درته د اخترکالي ندي اخیستي ؟« . خو وایي ،» چې بلا درځي ،نو غږ نه کوي چې درغلم«. داګسټ د میاشتې دریمه نیټه او د روژې مبارکې پنځویشتمه وه . هوا هم ډیرګرمه وه . مصطفی ستړی ستومانه کورته راغی،خو د تل په شان ، پدې ورځ هم په کورکې بجلي نه وه .

مصطفی د یو څه ګړۍ خوب لپاره جومات ته لاړ چې ددوی د کور په خوا کې وو، په جومات څلیرویشت ساعته بجلي وه، ځکه نو لږغوندې سوړ وو. حیدرته هم د ډیرې ګرمۍ له لاسه ارام نه ور ته ، کله به یې ها خو ا او کله هم دیخوا منډې ترړې وهلې. کله یې چې د خپل پلار په هکله پوښتنه وکړه ، نو نیا یې ورته وویل چې هغه جومات ته تللی دی چې لږ دمه وکړي . حیدر هم چې کوڅې ته یې د وتلو پلمه لټوله ، سمد لاسه د کوڅې په لور منډه کړه . – ځم چې دپلارسره مې زه هم لږ ویده غوندې شم. دورځې شا او خوا نهه بجې وې ، ډیره ګرمي وه ، په کورونوکې بریښناهم نه وه ، نو ماشومان هم لدې نه چې په کورکې پاتې شي ، خوښ وو چې کوڅې ته ووزي او خپل وخت په لوبو کې تیر کړي.حیدرهم کوڅې ته ور و ووت، دپلارڅنګه ته تله خو یې هسې خپلې نیا ته یوه پلمه جوړه وه ، اصلا خو یې غوښتل چې د ماشومانو سره لوبې وکړي.ماشومان په کلکه ګرمۍ کې په لوبو کې اخته وو چې ناببره ټکه را پریوته، تندر را ولویده، بدمرغي راغله … په کوڅه کې جومات ته څیرمه غړمب شو، هره څه توره تیاره شول ، ځمکه اسمان ولړزیده، لمبې پورته شوې، خاورې بادیدې… څوشیبې وروسته ،هره خواته سرې وینې لیدل کیدې، ټول د اسې ښکاریدل لکه چې کاڼه ، ړانډه شوي وي، پکر یې کاوه چې اسمان لاندې رالویدلی دی،حیدرهم په یوه خواکې پروت وو، له معصوم وجوده یې سرې وینې بهیدلې…،خو دی غلی وو، نه یې اه کوه او نه خویې هم خپلې نیا ته د ور منډې کولو هڅه. کله به چې دی له ستونزې سره مخ شو، نو سمدلاسه به یې د خپلې نیا خواته منډه کړه او د هغې په غیږ کې به پریوتو، بیا نو دهیڅ شي نه هم نه ویریده … خو داځل ده د ژوندانه د ستونزه نه خلاصون موندلی وو، چاودنې د ده د پاني دنیا مزل نور ورته پای ته رسولی وو، دی د ابدي ژوندانه په درشل پښه ایښې وه ، نو ځکه یې نشو کولی چې خپلې نیا ته ور منډه کړي، په غیږه کې یې پټ او خوندي شي…!!!

مصطفی هم چې دګرمۍ نه د خوندیتوب لپاره یې په جومات کې پناه اخیستې وه ، په وینو کې سور شیندلی، لت پت پروت وو. پداسې حال کې چې پرځان نه پوهیده او توان هم نه وو پکې پاتې ، په ډیر مشکل سره به یې سر راپورته کړاو د » حیدره بچیه !« نارې یې وهلې، خو حیدر ورته ځواب نه ورکاوهد مصطفی مور چې د چاودنې غړمبا واوریده ، بې واره، یې د کوڅې لورته په ایبلو پښو منډه کړل، څادریې هم له یاده وتلی چې پرسر یې کړي… » حیدره زامنه ! ، حیدره زامنه چیرته یې !؟« د مصطفی د مور ارمان په زړه پاتې شوو، حیدر یې په نویو کالیو کې ونه لیده ،دا اختر به هم حیدر بې نویو کالیو تیروي

زیب منتظرمسید جلال اباد

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب