جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنظري: بګرام اډه‌ د افغانستان په تر ټولو ستر اقتصادي زون بدلوو

نظري: بګرام اډه‌ د افغانستان په تر ټولو ستر اقتصادي زون بدلوو

تاند:( سې شنبه، د دلوې يوولسمه)‏ د طالبانو د رژيم چارواکي وايي، چې د افغانستان تر ټولو په ستر اقتصادي زون د بګرام اډې د بدلولو پلان لري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال ډاکټر لطيف نظري ويلي، چې په دې اړه لومړني مطالعات پيل شوي دي.

د هغه په وينا، هيله من دي چې ژر په دې اړه پايلې ته ورسيږي او عملي چارې پيل کړل شي.

دغه طالب مقام د بګرام اډې موقعيت، پراخوالی، له هوايي ډګر سره نیږدې والی او پکې شته پراخ امکانات او وسايل د هېواد په تر ټولو ستر اقتصادي زون د دغې اډې د بدلولو هڅونکي لاملونه ګڼلي.

يو شمېر اقتصادي شنونکو د طالبانو د دغه پلان ستاينه کړې او ویلي، چې د دغه اقتصادي زون له فعالولو سره به د افغانستان د هوايي دهليزونو پروژې هم کاميابې او اقتصاد ډېره وده وکړي.

بګرام اډه، په افغانستان کې د امریکا د شل کلن نظامي حضور پر مهال، د دغه هېواد تر ټولو ستره پوځي اډه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...