جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهخټک: د پاکستاني ط-انو بيا پیاوړتیا هم د دوحې تړون برخه ده

خټک: د پاکستاني ط-انو بيا پیاوړتیا هم د دوحې تړون برخه ده

تاند:( سې شنبه، د دلوې يوولسمه)‏ مشهور ملتپال سياستوال افراسياب خټک وايي، چې د طالبانو پروژه د دې لپاره ډيزاين شوې،چې د ډيورنډ فرضي کرښي دواړو خواوو ته پښتانه او افغانان پرې وځپل شي.

نوموړي د پېښور د پرونۍ پېښې په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د پاکستاني طالبانو زرګونه بنديان د طالبانو د حاکمې ادارې له لوري د پاکستاني جنرالانو په غوښتنه خوشې او د سوات او وزيرستان سيمو ته واستول شول.

د ښاغلي خټک په وينا، د سيمې پښتنو د دغه کار خلاف ډېر اعتراضونه وکړل، خو د پاکستان چارواکو په دې سیمو کې د پاکستاني طالبانو موجوديت رد کړ.

افراسياب خټک زياتوي، چې پاکستاني طالبانو ولې په تېرو سيمه ييزو ټاکنو کې د عوامي نیشنل ګوند پر کمپاينونو بریدونه کول او د پاکستان دولت ولې د پاکستاني طالبانو پر ځای د پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري غورځنګ له فعاليتونو انديښمن دی او علي وزير له زندانه نه خوشې کوي ؟

افراسياب خټک دغو پوښتنو په ځواب کې وايي، چې پاکستان د طالبانو پروژه د ډالرو د تر لاسه کولو او نړيوالو استخباراتي لوبو په نيت د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو د افغانانو او پښتنو د ځپلو لپاره ډيزاين کړې او د پاکستاني طالبانو بيرته را پورته کول هم د دوحې تړون يوه برخه ده.

پاکستاني طالبانو او په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې، چې امريکا سره يې د دوحې تړون لاسليک کړی او د منتقدانو په باور ېې، امریکا سره د همدغې معاملې په اساس واک ته رسيدلي، په دې اړه څه نه دي ويلي.

مخکې د طالبانو رژيم پاکستاني طالبانو ته پناه ورکول او ورڅخه ملاتړ رد کړی و.

پاکستاني طالبانو د پېښور د پوليسو پر جومات د پروني ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.

په دې برید کې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب