شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکلتورد « شېرشاه سوري» په نوم د زبیر شفیقي تاريخي ناول چاپ...

د « شېرشاه سوري» په نوم د زبیر شفیقي تاريخي ناول چاپ شو

تاند:( سې شنبه، د دلوې يوولسمه)‏ د‌‌ پښتنو د ستر تاريخي مشر « شېرشاه سوري» په اړه د پښتو د مشهور ژباړن او ليکوال محمد زبير شفيقي تاريخي ناول چاپ او خپور شو.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رييس عبدالکریم خرم د دغه ناول له خبر خپرولو سره د ښاغلي شفیقي دا کار ستايلی.

زبیر شفیقي څو کاله مخکې د « ميرويس نيکه » په نوم د پښتنو د بل مشهور مشر په اړه هم تاريخي ناول ليکلی و، چې په پراخه کچه وستايل شو او هرکلی يې وشو.

ښاغلی شفيقي د پښتو ژبې مشهور ژباړن او ليکوال دی، چې د ليکنو او ژباړو خوږلني يې مشهوره ده او اثار يې ډېر لوستونکي لري.

2 COMMENTS

  1. آغلی زبیر شفیقي نه ډیره مننه کووم چه د زمریانو پاچا یا شیر خان (شېرشاه سوري) تاریخی ناول یی چاپ کړو. پښتون شېرشاه سوري په ښپاړسم میلادی کال کی د هندوستان پاچا وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب