سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeخبرونهد اوکراین او سعودي په کابینو کې د دوو افغانانو ټاکنه

د اوکراین او سعودي په کابینو کې د دوو افغانانو ټاکنه

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۱ مه) په داسې حال کې چې پر افغانستان واکمنې ډلې د نجونو پر زده کړه بندیز لګولی د اسلام په زېږنځای او د پیغمبر د وحې په ټاټوبي کې په لومړي ځل یوه افغان الاصله ښخه د بهرنیو چارو مرستیال وزیره وګومارل شوه، دا ښځه سارا السید نومېږي چې د نامتو افغان شاعر او لیکوال استاد ګل پاچا الفت لمسۍ ده.

د استاد الفت د کورنۍ غړیو تاند ته وویل چې سارا السید د عبدالرحمان الفت لور ده.

سارا السید د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۲ ترمنځ د سعودي د روغتیا مرستیال وزیره وه.

په همدې حال کې د اوکراین حکومت یو افغان، مصطفي مسیح نعیم د زېربناوو او پراختیا وزیر ټاکلی دی.

د اوکراین دولتي خبري اژانس د جنورۍ په ۲۷ مه راپور وکړ چې مصطقي نعیم تر دې وړاندې د اوکراین د ټولنو، سیمو او زېربناوو د پراختیا وزارت د مرستیال په توګه کار کاوه.

د اوکراین دولتي خبري اژانس د مصطفي نعیم په اړه ویلي چې نوموړی د ۱۹۸۱ د جون په ۲۸ مه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې زېږېدلی دی.

ده خبریالي کړې، د هروماسر تلویزیون موسس او شریک چلوونکی و، د اوکراین د کومیرسانت ورځپاڼې د خبریال، د اوکراینسکا پرافدا ورځپاڼې د اډیتر په توګه یې کار کړی او دغه راز د ژورنالیستانو د سانسورولو د بندولو د غورځنګ یو فعال پاتې شوی دی.

ویکي پیډیا په اوکرایني ژبه د ښاغلي نعیم په اړه کښلي چې نوموړی یو افغان- اوکراینی ژورنالیست، د پارلمان غړی، او د کییف د اقتصاد پوهنځي استاد پاتې شوی دی.

د اوکرایني ویکي پیډیا پر اساس نعیم په ۱۹۸۱ م کال د کابل په تاج بېګ سیمه کې زېږېدلی او په خټه پښتون دی.

د ویکي پیډیا له مخې، مصطفي نعیم په پښتو، اوکرایني، روسي او انګلیسي ژبو روانې خبرې کولی شي.

ده له اناستاشیا سره، چې اوکراینۍ عکاسه ده، واده کړی او یو زوی لري.

تر دې وړاندې د کاناډا په کابینې کې یوه افغانه د وزیرې په توګه ټاکل شوې وه.

مریم منصف، چې د ۱۹۸۴ د نوومبر په ۷ مه په مشهد کې زېږېدلې د کاناډا ولسي جرګې ته له بریالیتوبه وروسته د ۲۰۱۹ د نوومبر په ۲۰ مه د ښځو او جنسیتي برابرۍ وزیره وټاکل شوه. خو ښايي تر ټولو مهمه چوکۍ چې یوه افغان الاصله په بهرني هیواد کې ترلاسه کړې، هغه زلمی خلیلزاد و چې د جورج بوش په حکومت کې یې لومړی په افغانستان کې، بیا په بغداد کې د سفیر او وروسته په ملګروملتو کې د امریکا د دایمي استازي په توګه دندې ترسره کړي دي.

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    واله جالبه دي. زما په فکر ، د ارواښاد ګلپاچا الفت لمسۍ بي بي سارا تر ټولو ښه (صحت) وزارت کښې خدمت کړی.
    بیا نعيم صاب مصطفی خان هم هارډ ورکر(کار کشته ) شخص ښکاري چې اوکراین په شان کړکیچن وطن کې ېې ځان رسولی!!
    -مریم منصف خو ابتدا کې ځان ایرانۍ معرفي کړی وه، خو بیا ېې اعتراف کړی و چې مشهد مقدس کې له افغانستاني مور و پلاره ده.
    -او د زل می.خ.زاد په باره کې به زه څه نه وایم :د افغانستان،عراق ولسونه او د م.م.م. سرمنشیان او غړي دې اوس ،او هسټري یا تاریخ (پیښلیک) به څو کاله وروسته قضاوت وکړي!!!!.
    ان اکرمکم اتقیاکم!

    • سلام
      وایی مشک انست که خود ببوید نه انکه عطار ګوید.! دزلمی خلیل زاد مقام اوڅوکی ځانګړې مولفه او تبلیغي جنبه لری او لاره یی دیوشمیر جلادانو به څېر جلا ده. خو داسې سازا بی بی، مصطفی په دول افغانان شته چې په ډیر برجسته عالی ،علمی او اکاډیمیک نهادونو او موسساتو کې په مسلکی لوړو مقامونوکې کارکوی. یوازې په خلیل دابرخه دلوړ مقام به نوم پای ته نه رسیږی . د محترم دل سوز داکتر ساپی خبره دخلیل عاقبت او کورنی کار به اوسنی او راتلونکی تاریخ او افغان ولس څیړی. ان اکرمکم عندالله اتقئکم ان الله علیم خبیر

  2. سلام علیک ورور ع.شریفزاد صاحب!
    ډیره مڼنه له حسن نظر نه دې.
    او کور دې ودان چې آیت شریف دې صحيح کړ. په بخښنې غوښتنې سره ، ان اکرمکم (عند الله ) اتقاءکم. عجله کې رانه دغه کلمات هیر شوي ول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب