جمعه, اپریل 19, 2024
Homeټولنیزديني عالمان او ساينس / ډاکټر مبارک علي

ديني عالمان او ساينس / ډاکټر مبارک علي

ژباړن: بارکوال مياخېل

په هندوستان کې د انګرېزانو واکمنۍ د هندي ټولنې په طرز او جوړښت کې اساسي او انقلابي بدلونونه راوستل. له سياسي، کلتوري او اقتصادي بدلونونو سره- سره ساينسي او تخنيکي ايجاداتو هم مذهبي عقايدو او ګومانونو ته سخته ضربه ورکړه او مذهبي بنسټپالنه يې کمزورې کړه. په دې عمل کې په اروپايي او هندوستاني ټولنو کې څرګند او روښانه توپير موجود وو، ځکه چي اروپايي ټولنې د ساينسي او تخنيکي ايجاداتو د عمليې په نتيجه کې په ذهني لحاظ پرمختګ وکړ او هر چا د ټولنې په پرمختګ کې برابره ونډه واخيسته، دوى هغه ټول ايجادات چي د وخت له اړتيا سره سم شوي وو، نه يواځې په ذهني لحاظ ومنل، بلکې دغه ايجادات د دوى د ژوند برخه وګرځېدل، خو د دې برعکس هندي ټولنې ته دغه ايجادات له اروپا راغلل او په يوه داسې ټولنه کې يې رواج وموند، چي په ذهني لحاظ د دغو ايجاداتو منلو ته تياره نه وه، ځکه يې هر نوي ايجاد ته د شک په نظر وکتل او د هغوى منلو يې په زړونو کې ډار او اندېښنه پيدا کړه.

د مسلمانانو په ټولنه کې په ځانګړې توګه د ديني علماوو طبقه د نويو ساينسي او تخنيکي ايجاداتو سخته مخالفه وه، د دې سبب دا وو چي د دوى د تعليمي نظام اساس په زړو او پخوانيو روايتونو ولاړ وو او د هرې زمانې له بدلونونو او د وخت له اړتياوو سره- سره هيڅ ډول بدلون پکې نه وو راوستل شوى. په اساسي ډول د مسلمانانو په ټولنه کې چي کوم تعليمي نظام دود شوى وو، د هغه مقصد دا وو چي يواځې هغه مضامين دي ور وښوول شي، چي عقايد او ايمان ورسره سلامت وي او هغه ټول مضامين، افکار او نظريات چي په ذهن کې شک او ګومان پيدا کوي او له هغوى څخه د عقايدو په اړه پوښتنې را پورته کېږي، هغه دي هيڅکله هم نه ور ښوول کېږي، له همدې امله د هندوستان مسلمان عالمان له پيله راهيسې د فلسفې مخالف وو، ځکه چي فلسفه په ذهن کې د شکوکو په زېږولو سره هر څه د عقل په تاله تلي. همدا سبب وو چي د ديوبند مشر مولانا رشيداحمد ګنګوهي د ديوبند په نصاب کې فلسفه شامله نه کړه او په ټينګار سره يې دا خبره وکړه چي که زما کوم شاګرد له فلسفې سره لېوالتيا او سر و کار ولري، هغه زما مريد او شاګرد نه دى(١).

د ديوبند درسي نصاب نظاميه وو، چي په اتلسمه پېړۍ کې جوړ کړاى شوى وو او هماغه نصاب له کوم بدلون پرته ور ښوول کېده. د دې نصاب په مهمو مضامينو کې د عربي ژبې ګرامر، منطق، حکمت، رياضيات، بلاغت، فقه، د فقې اصول، کلام، تفسير او حديث شامل وو. په دې نصاب کې نه د اسلامي هېوادونو تاريخ، نه د هندوستان تاريخ، نه يې جغرافيه او نه ساينسي علوم پکې شامل وو. ډاکټر مشيرالحق دا خبره څېړلې او ليکلي يې دي:

«د نوي ساينس پر زدکړه هيڅ ټينګار نه کېده، زده کوونکيو ته د نوي هندوستان په اړه څه نه ور ښوول کېدل، اروپايي ژبې خصوصاً انګرېزي- چي د هند دويمه ژبه وه- نه ور ښوول کېدې. د نړيوال تاريخ د ور ښوولو هيڅ دستور نه وو او نه پخپله د هند تاريخ او جغرافيه ور ښوول کېدل، د نورو ټولنيزو علومو هيڅ داسې کتاب په نصاب کې شامل نه وو، چي د غيرمسلمانانو په اړه يې د زده کوونکيو مالومات زياتولاى»(٢)

ديوبند، فرنګي محل، مظاهر العلوم او دې ته ورته مدرسو چي کوم زده کوونکي پيدا کړل، هغوى له نوي تعليم، له نويو روايتونو او د وخت له بدلونونو بېخي ناخبره وو او په ذهني لحاظ په منځنيو پېړيو کې اوسېدل. له نويو سياسي، ټولنيزو، ساينسي او تخنيکي بدلونونو او ايجاداتو نه يواځې ناخبره وو، بلکې په دې عمل د پوهېدو ظرف يې هم نه درلود، ځکه خو دوى نه کوم کار کسب کولاى شواى او نه کومه وظيفه. د دوى ځاى يواځې په مدرسه او مسجد کې وو او د خپلو اقتصادي ستونځو د حل لپاره يې هڅه کوله چي مذهبي ادارې دي پسې ډېرېږي، چندې او بسپنې دي را ټولېږي او خلک دي له مذهبي عقايدو او ړندو باورونو سره تړلي وي، په همدې سبب دوى د ساينس، هنر او تخنيک په برخه کې د هر نوي ايجاد مخالفت وکړ. د دې اندازه له هغو فتواوو کېداى شي چي په «فتاوٰى دارالعلوم» او «فتاوٰى رشيديه» کې د ساينسي ايجاداتو او ټولنيزو بدلونونو په اړه ليکل شوې دي. مثلاً انګرېزي خولۍ د مسلمانانو لپاره جايزه نه ده، ځکه چي دا د نصاراوو پېښې کول دي(٣).

د عکاسۍ په اړه ويل شوي دي چي عکس جوړول په اسلامي شريعت کې بېخي حرام دى، که هغه په قلم وي او که په کېمره وي. کوم عکس چي تش د ښايست او سينګار لپاره کښېښوول شي، که هغه د کوم ژوندي موجود عکس وي جايز نه دى، خو که په کوم ناوړه ځاى کې و غورځول شي- لکه د څپليو کښلو ځاى- نو بيا جايز دى، د طبعي مالوماتو او د جګړې د نقشې لپاره هم د بشپړ عکس ساتل جايز نه دي، د طبي اړتياوو لپاره دي له سر پرته د بدن د هر اندام جلا- جلا عکس کښېښوول شي، د سر جلا عکس ساتل هم جايز نه دي. په دې برخه کې نور هم په روښانه ډول ويل شوي چي د کوم ژوندي موجود عکس که د مجسمې په بڼه وي، که د رسامۍ او انځورګرۍ په بڼه وي، په قلم وي، که په پريس کې چاپ شي يا په کېمره واخيستل شي، دا ټول په کبيره ګناه کې شمېرل کېږي. څلور ډوله عکسونه جايز ګڼل شوي دي. هغه عکس چي سر ور پورې نه وي، هغه عکس چي تر پښو لاندې او په ناوړه ځاى کې پروت وي، دومره کوچنى عکس چي پر مځکه پروت وي او په ولاړو سم ونه ليدل شي او د کوشنيانو نانځکې، چي بشپړې نه وي(٤).

د يوې پوښتنې په ځواب کې چي آيا د جغرافيې داسې نقشه جوړېداى شي، چي د حيوانانو، کاڼو، بوټو او نورو مځکنيو خزندو په اړه مالومات او د هغوى عکسونه هم پکې شامل وي، په دې اړه فتوا ورکړل شوه چي عکس اخيستل له سره حرام دي او که د حيوانانو عکسونه جوړېږي هم، نو بې سره او بې اندامونو دي وي.

د لوبو په اړه فتوا ورکړل شوه چي لوبه که د توپ وي او که بله، که د خوشالۍ او نندارې په غرض وي، نو مکروه ده او که د وخت تېري او د ستړيا د ايستلو لپاره وي نو جايزه ده، خو د فوټبال لوبه مکروه ده، ځکه چي دا په لنډ پتلانه (نيکر) کې کېږي، يانې داسې جامه اغوستل چي ګونډې ترې ښکاره وي او په لوبېدلو سره يې د اسلام په احکامو يانې لمانځه او نورو اعمالو کې نقص راځي، هغه جايز نه ده، دوى هغه ټولې لوبې چي انګرېزي بڼه ورڅخه څرګندېږي، ناروا ګڼي(٦).

د نندارې او سېنما په اړه ترې پوښتنه وشوه چي تېټر او بايسکوپ ته تلل، فلم کتل، کار پکې کول يانې سندرې پکې ويل، نڅېدل، د بڼې بدلول، د ښځو جامې اغوستل، برخه پکې اخيستل، وظيفه پکې اخيستل او نور خلک دې ته هڅول، په دې اړه د شريعت حکم څه دى؟ نو د دې په ځواب کې دا فتوا ورکړل شوه، چي دا سخته ګناه او د ډېرو کبيره ګناهونو مجموعه ده او کوم څوک چي خلک دې اړخ ته هڅوي، هغه د لوړې درجې ګناهکار دى.

يو چا دې مسئلې ته توجه کړې چي د اسلامي شاهانو عکسونه په سېنما کې ښکاره کول جايز دي که نه، نو په ځواب کې ورته ويل شوي چي دا د هغوى سپکاوى دى چي د نندارې او خندا وسيلې ځنې جوړې کړاى شي او د مسلمانو باچاهانو سپکاوى جايز نه دى(٧). د سېنما په اړه دا غوڅه پرېکړه صادره شوه، چي سېنما بېخي د ډېرو ګناهونو او بې حياييو شرعي مجموعه ده(٨).

د راډيو تر ايجاد وروسته چي په دې اړه کومې فتواوې ورکړل شوې، په هغوى کې وويل شول چي په کومه راډيو کې سندرې ږغول کېږي، په هغوى کې په هيڅ ډول نه د قرآن تلاوت جايز دى او نه يې اورېدل(٩) او له ږغ ثبتوونکي ماشين ګراموفون څخه هم د تلاوت اورېدل جايز نه دى(١٠).

د بېلابېلو جامو او سينګار مخالفت هم وشو، مثلاً دا چي د ښځو لپاره جګې پڼې او کپۍ په پښو کول جايز نه دي(١١).

په «فتاوٰى رشيديه» کې هم د نويو ټولنيزو او اقتصادي بدلونونو په خلاف يو عکس العمل ليدل کېږي. مثلاً د مني آرډر په وسيله د پيسو لېږل شريعت ضد کار ګڼل شوى دى او په بېنک کې د پيسو جمع کول- که په سود وي، که بې سوده- هم د شريعت مخالف کار ګڼل شوى دى(١٢).

له دغو فتواوو پرته د هغه وخت ديني عالمانو د هر هغه شي مخالفت وکړ، چي د خلکو په سياسي، ټولنيز او اقتصادي ژوند کې يې څه ناڅه بدلون راووست، د ټولنې زاړه دودونه يې مات کړل او د ژوند پخوانى نظام يې بدل کړ. مثلاً له لاوډسپيکرونو کار اخيستل، د اورګاډي سفر، په روغتونونو کې د ناروغانو بسترول، د نويو درملو کارول، د اروپايي طرز جامو اغوستل او ډوډۍ خوړل، د هغوى نور کړه وړه او نور روشونه خپلول.

ساينسي او تخنيکي ايجادات- چي د انسانانو په ژوند کې يې اسانتياوې راوستې وې- د ديني علماوو پر دغو فتواوو برسېره هم په خلکو کې مشهور شول او د وخت له اړتياوو سره سم يې کارول زيات شول او نه يواځې د ټولنې عادي خلکو دغه نوي ايجادات قبول کړل، بلکې د هغو علماوو طبقې هم ومنل چي په پيل کې ورسره مخالف وو.

په پيل کې د دغو ساينسي او تخنيکي ايجاداتو د مخالفت او د ټولنيزو بدلونونو په ضد د مبارزې سبب دا وو، چي د علماوو طبقه په ذهني لحاظ د بدلون له عمل سره نااشنا وه او په ارزښت يې نه پوهېده. نن هم وضعيت هماغسې دى چي دوى د خپل زاړه تعليمي نظام له امله په نويو بدلونونو او د هغوى په اړتياوو د پوهېدو وړتيا نه لري، دوى ته هر نوى شى د مذهب خلاف مالومېږي، خو د وخت په تېرېدو سره چي د هغه شي له کارولو چاره ونه لري، نو منلو ته يې غاړه کښېږدي. له دې څخه پر مذهبي ګومانونو او عقايدو باندې د ساينس برى په ښکاره ثابتېږي.

 

ماخذونه:

____________________________________________________

(١)  محمدميا، علماء حق (لومړى) ډيلى (٩) ٨٥مخ

(٢)  Mushir Ul Haq, Muslim Politics in Modern India, Lahore, Page- 19- 21

(٣)  فتاوى دارالعلوم، کراچۍ (؟) ٩٧٩، ٩٩١، ٩٩٢ مخونه

(٤)  هماغه ٩٩٣، ٩٩٤، ٩٩٥ مخونه

(٥)  هماغه ٩٩٩، ١٠٠٠ مخونه

(٦) هماغه ١٠٠٢ مخ

(٧) (٨) (٩) (١٠) (١١) (١٢) هماغه.

5 COMMENTS

  1. زه نه پوهیږم چه تاسو ولی دی خرافاتی انسانانو او د پرمختګ ضد کسانو ته د عالم کلمه استعمالوی. ځکه عالم هغه څو ک دی چه پوهیږی او دا کسان خو په ساینس او پرمختګ نه یوازی چه پوهیږی نه بلکه له هغه سره دوښمنی هم کوی.

  2. ډېر قدردان ورور ډاکټر مبارک علی صاحب ،
    اسلام علیکم ، و، و.
    ډېرپه زړه پورې مضمون مو لیکلئ دئ ، الله ج ددرته ډېر ډېر اجر درکړی، آمین.
    پخوا ماهم په ټولو علما‌ءِ کراموباندې همدغه ګمان کاوه لکه تاسوچې څه لیکلی دی خوکله چې دعلم اودعلماوو په سمندر ورګډ شوم نورمې دغه اوتې بوتې پرېښودې اودافکر راسره مل شوو چې دادنیاده اوخلق هم ددنیا رنګونه دی څوک تور ، سپین، شین، سور اوهکذا ، نوکه یوه ګوته بل ته نیسو نو دغه نورې څلورواړه ګوتې خپل ځانته مخمامخ اومتوجه کېږی، خوپه دغه وخت کې عقلِ سلیم ته ضرورت دئ چې فکروکړل شی چې آیا دغه عالمِ دین دخپل نفس اوهوانه لګیادئ اوکه نه په یوقانون پسې یې اقتداء کړې ! که مونږ راشو او یوکس ته غوږ کېږدو چې دینی عالمانوته چې دنړئ دپرمختګ مخالفین دی ولې جاهلان ونه وایو لکه ستاسو په لیک پسې تفسیره کې چې ورته اشاره شوې ، زه وایم چې که رشتیا هم دغه خبره وی نوبیا زمونږ اوستاسو میندو اوخویندو نکاح اویا نیکاګانې به چاراتړلې وی اوکه نه لکه دروسیانو اوسیکولرستانوپه بوای فرېنډ اوګرل فرېډ به یې ګذاره کړې وی!!! نوکه چېرته دغه دوهمه خبره وی په پښتوکې به مونږته څه نوم اخستل کېږی اوپه کوم تخلص به یادېږو.خوشحال خان خټک وایی : هرسړئ پېدادئ خپل خپل کارلره کنه ! که اشاره دِ ته وکړو چې ساینس ډېره ترقی وکړه نوزه وایم چې چېرته یې وکړه په کابل کې اوکه په پېښاورکې ؟!! زه خوچې څه وینم اوګورم نوفکرکوم چې ددنیا نیم سمندر زمونږ دلاسه په بویونو آخته دئ ! مثلاً کومه جغرافیه،تاریخ، هندسه،الجبرچې انګرېز وایی ته یې هم وایې خوهغوی هغوی آسمانونه سره وېشی اوته دخپل زوی لور او او او سکول ته نشې لېګلئ چې الله مکړه څوک کوم تېرئ پرې ونکړی !!! زه وایم چې خوشحال خان بیا وایی: هرسړئ پېدادئ خپل خپل کار لره کنه: ته آسمان ته وخېژه که کوم عالِم دپښې نه راونیوې نوزه به دخدای روی ورواچوم چې پرېږده داساینسدان صاحب دئ چې آرمان یې پوره شی.
    وسلام:

  3. ګورئ، هغه خلق چې وايي ديني عالمان د علم مخنيوى نكوى، دوى دې لږ خپل ګريوان ته سرښكته كړي او له ځانه دې پوښتنه وكړي؟
    • دا هره جمعه مونږ ته ملايان د پرمختللې نړۍ په اړه څومره منفي خبرې كوي او څومره يې زمونږ ژوند له نفرتونو ډك كړى دى؟
    • اياچا كومه ورځ له ملا نه د كمپيوټر د زده كړې تبليغ اوريدلى دى؟
    • ايا چا كومه ورځ يا كومه جمعه له ملا صيب نه د فكر او تفكر تبليغ اوريدلى؟ دوى ولې خلكو ته وايي چې فلسفه مه واياست؟ ايا په دين كې فكر منع دى؟ ايا انسان بايد ښه ژوند ونلري؟ ايا څوك بايد خوشحال ونه اوسي؟ ايا څوك بايد ديو بل انسان چې هر څوك وي په مقابل كې زغم ونلري؟
    زما په فكر ځينو ملايانو باندې ځانغوښتنه دومره غالبه ده، چې هن د حيوانيت دورې ته يې ورګرځوي او لكه د مصري فرعونيانو غوندې خپل حاكميت دتل لپاره پر خلكو ساتل غواړي. ملايان خو پرېږدى چې اوس تش په نامه روښانفكرانو او ليكوالانو كې هم د ملايانو مرض لګېدلى او دوى هم نه غواړي چې د متحجرو افكارو په وړاندې يې ځوان خبره وكړي، دوى ته ځوان لا هم ځوانكى، هلكى، او بچى ښكاري. او نوى فكر او پرمختګ ورته بې لاري ښكاري.
    هر څه تر يوه وخته رښتيا وي، اوس دا رښتيا دي چې افغاني ټولنه بايد فكر وكړي، ژوند وكړي، ښه ژوند وكړي، وده وكړي، خپله هم ژوند وكړي او بل ته هم د ژوند كولو چانس وركړي .

  4. خدایه واخلې رانه دغه عالمان
    چی په اصل کی همدوی دی جاهلان
    همیشه د ترقۍ پر ضد ولاړ دي
    نوم نه ښایي چې ویې بولې انسان
    بې له درده یې بل څه راته را نه کړل
    د شیطان سکه زامن دي اخوانیان

  5. سلامونه ،
    اول خو دا ليکنه محترم بارکوال میاخیل ښه ژباړلې ده او البته ډ. مبراکعلي ليکلې وه.
    زما په فکر، د هند د دیوبند یا د الازهر له تاسيس څخه څو پېړۍ تېرې شوي دي ؛ په علومو او تخنيکونو کې هم ډېر + او – تغييرات راغلي د بېلګې په ډول انټر نیټ او رسنئ ، واکسینونه ، د متوسط ژوند اوږدوالی، د انسانانو یو بل نظرونو او آیدیالوژیو قبلول په عین محيط کې د مختلفو نژادونو، رنګونو، ادیانو او …. ژوند کول چې یو مثال ېې اروپايي اتحادیې ، کاناډا، نیو زیلاند ،هند ا.د.ن.
    — خو له بلې خوا که منفي اړخونه وګورو : د قتل عام یا ټولوژنې ډاینامیټ نه تر راکټونو او اټومبمبونو پر انسانانو او نورو ژوو استعمالول ؛ له اقتصادي پلوه زیاته نا برابرئ ، او … مثالونه ورکولی شو.
    د ادیانو او مذاهبو اصلي هدف د انسانانو معنوي اصلاح کیدل دي. ایمان،عبادت، ښه کول او بد نه کول ، تعقل، تعلم او حکمت ، اسوه حسنه او محبت او رحمت + دينې معاملات لکه پورته چې یو ورور ليکلي و لکه نکاح ترل، امامت کول، د جنازو مراسم او …
    فکر کوم د اوسنۍ نړۍ مسلمان سیاستچیان لکه ښاغلي رجب طیب اېردوغان، مهاتیر م.،ډ.م.اشرف غني؛ او وفات شوي ډ.مرسي، معمر قذافي ، جمال ناصر، داود خان ،ابوالکلام آزاد، سوکارنو ،م.موسی شفیق ا.د.ن… مشرانو مسلمانو سیاسي عالمانو؛ د چلیانو-مولایانو او ځينو ټالیپانو، داعيشیانو … غوندې غیر علمي نظریات یا کړنې نه درلودې یا ونلري ..
    رب زدنا علومنا!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب