دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهافغانستان او تاجیکستان د دوه اړخیزو همکاریو ۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

افغانستان او تاجیکستان د دوه اړخیزو همکاریو ۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

تاند(دوشنبه، د حمل ۹) ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، افغانستان او تاجکستان په بېلا بېلو برخو کې ۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر محمد اشرف غني او د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان په حضور کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پنځه هوکړه لیکونه او یادښتونه لاسلیک شول.

خبرپاڼې زیاته کړې، د همکاریو دغه هوکړه لیکونه او یادښتونه په سیاسي، امنیتي، سوداګریزو، ترانسپورټي، ترانزیټي، انرژۍ او فرهنګي برخو کې د دواړو هیوادونو د اړوندو مسوولینو له لوري لاسلیک شول.

خبرپاڼه زیاتوي، همداراز د دواړو هیوادونو د مشرانو په دوه اړخیزه غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او تاجیکستان جمهوریت ترمنځ ګډه اعلامیه هم لاسلیک شوه.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر د اسیا زړه استانبول بهیر کنفرانس کې د ګدون په موخه تاجکستان ته روان شو.

ټاکل شوې د یاد کنفرانس اصلي رسمي غونډه سبا په دوشنبه ښار  کې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب