پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهنیوزیلند خپل ټول سرتېري له افغانستان ویستلي دي

نیوزیلند خپل ټول سرتېري له افغانستان ویستلي دي

تاند(دوشنبه، د حمل ۹) نوي زیلنډ ویلي چې دوی په افغانستان کې پاتې خپل وروستي سرتېري هم له دغه هېواد څخه ایستلي دي.

د نوي زیلنډ دفاع وزارت ویلي چې دوی څه موده وړاندې له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو ایستلو پرېکړه کړې وه او اوس یې ټول سرتېري له دغه هېواد ایستلي دي.

نوي زیلنډ له ۲۰۰۱ز کال راهیسې په افغانستان کې تر ۳۶۰۰ پورې سرتېري لرل چې په بېلابیلو برخو کې یې ماموریت ترسره کاوه.

د ویلو ده چې د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې څه موده مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو په اړه ویلي وو چې په تېرو شلو کلونو کې یې سرتېرو د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی او اوس د دې وخت دی چې خپل ټول عسکر تر مې میاشتې له دغه هېواد څخه وباسي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په افغانستان کې د الماني سرتېرو د ماموریت د غځېدو هرکلی کړی دی.

عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي چې دی له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه په افغانستان کې د الماني سرتېرو د ماموریت غځېدو ملاتړ کوي او دا د سولې پروسې د تحقق برخه کې یو مهم ګام بولي.

نوموړي ویلي چې دا یوه مسوولانه پرېکړه ده او دا چاره به د سولې برخه کې مثبت پرمختګ سره پام وړ مرسته وکړي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې المان په افغانستان کې د خپلو سرتېرو ماموریت غځولی دی.

که څه هم طالبانو په ښکاره په دې اړه څه نه دي ویلي خو د بایډن دې څرګندونو ته غبرګون کې چې ویلي وو، ښایي په ټاکلې نېټه امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ونه وځي، ویلي که چېرته امریکایي سرتېري په ټاکلې نېټه ونه وځي نو دوی به یې پر وړاندې خپل عملیات له سره پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب