پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د جګړې ډول بدل شوی، په وسلو نه ګټل کېږي

ولسمشر غني: د جګړې ډول بدل شوی، په وسلو نه ګټل کېږي

تاند(دوشنبه، د حمل ۹) ولسمشر غني د تاجیکستان ملي پوهنتون ته په خپله وینا کې وویل چې جګړه نامحدوده شوې او د جنګي او غیر جنګي سیمو تر منځ سرحد له منځه تللی دی.

هغه وویل، افغانستان هره ورځ جګړه تجربه کوي او د دغه هېواد تر رغونې لاندې ټول بنسټونه تر بریدونو لاندې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د جګړې ډول بدل شوی دی، د حل لاره وسلې او مهمات نه دي، نو اړتیا ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر نورو لارو چارو فکر وشي.

نوموړي دغه راز د خپلو خبرو پر دوام اقلیمي بدلون ته په اشارې وویل چې که په جنوبي اسیا کې هوا ۲،۵ درجې نوره هم ګرمه شي نو ۱۰۰ ښارونه به د اوبو له بېساري کمښت سره مخ او تر سل میلیونه وګړي به کډوالۍ ته اړ شي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې دا ستونزه باید جدي وګڼل شي او اړین تدابیر ونیول شي.

د یادونې ده چې په دې سفر کې نن افغانستان او تاجکستان په بېلا بېلو برخو کې ۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر محمد اشرف غني او د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان په حضور کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پنځه هوکړه لیکونه او یادښتونه لاسلیک شول.

افغانستان او تاجیکستان د دوه اړخیزو همکاریو ۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب