پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهصالح: طالبان د چنګېز او مغول په پل روان دي، د جوند...

صالح: طالبان د چنګېز او مغول په پل روان دي، د جوند خلکو ته خوراکي توکي نه ورپرېږدي

تاند (دوشنبه د حمل ۹) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، وسله والو طالبانو د بادغیس ولایت جوند ولسوالي تر غذایي محاصرې لاندې نیولې ده.

ښاغلي صالح نن دوشنبه په خپله فسبوک پانه لیکلي، طالبان نه یوازې د جوند پر لار خوراکي توکي نه پرېږدي، بلکې هغه کسان چې خوراکي توکي لېږدوي، شکنجه کوي یې او آن وژني یې.

نوموړي زیاته کړې، «طالب چې دین او شریعت یې کاذب شعارونه دي دا ځل یې د چنګیز او مغولو د لښکرو تقلید کړی دی. د جوند ګران او زړور خلک د ستاینې وړ دي… د جوند خلکو ته د اذوقې رسولو لپاره زموږ هڅې پیل شوې دي.»

د هغه په خبره، ځینې سادګان فکر کوي، طالبانو چې د خپل حاکمیت په دوره کې کروندې سوځولې اوس یې بدلون کړی، خو په وینا یې طالبانو نه یوازې بدلون نه دی کړی، بلکې تر پخوا لا، وحشي، جاهل او عقديي شوي دي.

امرالله صالح د طالبانو دغه کار د دوی لپاره یو بل شرم بللی او ویلي یې دي که دغه ډله سوله وکړي که یې ونه کړي، دغه تور داغ به یې پر تندي وي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په خبره، د جوند ولسوالۍ د خوراکي کلابندۍ په هکله یې له خلکو او په ولسي جرګه کې د بادغیس له استازي عبدالبصري عثماني سره مفصلې خبرې کړې او د دغه ولسوالۍ خلکو ته د خوراکي توکو د رسولو لړۍ پیل شوې ده.

امرالله صالح د خپلو خبرو په پای کې ویلي چې افغان ځواکونو د طالبانو له خوا د جوند ولسوالۍ د کلابندۍ د ماتولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب