جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته د ایراني زعفرانو وارداتو د وطني هغو بیې راټیټې کړي

افغانستان ته د ایراني زعفرانو وارداتو د وطني هغو بیې راټیټې کړي

تاند (دوشنبه د حمل ۹) هرات کې د زعفرانو یو شمېر کروندګر او سوداګر هېواد ته د ایراني زعفرانو پر وارداتو او د نړۍ هېوادونو ته یې د افغانستان په نوم صادراتو نیوکې کوي او وايي، افغانستان ته د ایراني زعفرانو واردات د افغاني هغو د بیې د ټیټوالي لامل شوي دي.

د دوی د معلوماتو پر اساس اوس د هرات په بازارونو کې یو ګرام زعفران له ۳۰ تر ۴۰ افغانیو پلورل کېږي چې په خبره یې، په تېرو کلونو کې یې بیه له ۷۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې وه.

د هرات بزګران وايي، له ایران څخه افغانستان ته د زعفرانو واردات ددې لامل شوي چې د درې کاله پخوا په پرتله د زعفرانو په بیه کې له ۵۰ سلنې ډېر کموالی راشي.

بزګران افغانستان ته د ایراني زعفرانو پر واردېدو او د افغانستان په نوم یې د نړۍ نورو هېوادونو ته پر صادرېدو نیوکه کوي او وايي، د ایراني زعفرانو واردېدو په بازارونو کې د افغاني زعفرانو د بیې پر ټیټوالي مستقیم اغېز کړی دی.

د افغانستان د زعفرانو اتحادیې د څارنې برخې غړي کماالدین عليزي هم په دې هکله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې مسؤلین باید له هغو کسانو سره سخت چلن وکړي چې له بهره افغانستان ته زعفران را واردوي.

د ښاغلي علیزي په خبره، افغانستان اوس د زعفرانو د پیازو په برخه کې هم پر ځان بسیا شوی او اړتیا نشته چې له نورو هېوادونو یې راوړي.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي بیا ویلي چې د ګمرک رئیس، کمیسارۍ، د لویو لارو پولیسو او څارونکو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې که په هر ډول کېږي، قاچاقي توکي ونیسي، ویې سوځوي او عاملان یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې ده چې د افغانستان زعفرانو په ۱۳۹۹ کال کې د نړۍ په کچه لومړی مقام وګاټه او کروندګرو اوس تر ډېره د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.

2 COMMENTS

  1. سلام تاندوالو ته!
    دا بیعه کښې یوه سهوه شوې فکر کوم: ۳۰ تر ۴۰ او ۷۰ تر ۱۰۰( زره) افغانۍ به وي د یو کیلو ګرام بیه!؟
    بله خبره دا چې ولسمشر صیب وايي “نیمايي عایدات غلا کیږي “، یوه ېې همدا خود کُشان ی بیګانه فرستان دي !! .
    پهنجاب پرستان هم پښتني+افغاني محصولات حتی قالينې او جنغوځي د پوکسټیني مېلاوټ په نوم واردوي؟( لکه پخوا به ېې ریډیو-کسیټ جوړول او پر باندې به ېې ټاپه وهله ” مېډ اَث جاپان!!!= لکه جاپان جوړ سوی یعنې مېډ اِن به ېې اث ليکهء!!) چې ما پخپله پېښور کښې ليدلي ول.!

  2. عليچور نه یواځې د ملي اردو د قهرمانو منسوبینو او د هېواد د مدافعینو قاتل دی ، د دولت پروړاندې د اویایمو کلنو په شان د قدرت یوه جزیره ده . هغه خپلسري ، بې مسوولیته ، ظالم ، د زرګونو پښتنو کوچیانو قاتل او د هغوی د مځکو غصبوونکی ، د پښتنو ، تاجکو او هزاره قومونو ترمنځ نفاق خپرونکی او د فاطیمینو وفاداره اجیر دی چې د پردیو ګټو لپاره په غور ، بامیانو او میدان وردګو کې له حکیم شجاعي سره یوځای سررا پورته کړی.
    له دوی سره باید هغه شان رویه وشي لکه چې له پنجابي ټالب سره کیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب