جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا دفاع وزارت تازه په افغانستان کې تر ۲۰۲۳ وروسته قراردادونه...

د امریکا دفاع وزارت تازه په افغانستان کې تر ۲۰۲۳ وروسته قراردادونه کړي

تاند(سې شنبه، د حمل۱۰) سي این این وايي، سره له دې چې په دوحه کې د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ له موافقې سره سم امریکايي پوځیان باید د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي، د امریکا دفاع وزارت له ۱۷ شرکتونو سره د نژدې یو ملیارد ډالرو قراردادونه لاسلیک کړي چې له یادې نېټې وروسته وخت سره تړاو لري.

د دې تلویزیوني شبکې پر اساس حاضردمه په افغانستان کې ۱۸ زره قراردادیان شته چې۶۳۵۰ یې امریکايي اتباع دي.

له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د نېټې له رانژدې سره سم سپینې ماڼۍ تراوسه د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

سي این وايي، د ځینو تازه قراردادونو د بشپړېدو نېټه ۲۰۲۳ او تر دې وروسته کلونه دي.

سي این این زیاتوي، په دې صورت کې که ولسمشر بایډن خپل پوځیان په ټاکلې نېټه وباسي باید شرکتونو ته تاوان ورکړي.

ولسمشر بایډن د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ وویل، ګرانه ده چې امریکايي پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه ووځي. ده په عین حال کې وویل چې نه غواړي امریکايي پوځیان په افغانستان کې تر ډېره وخته پاتې شي.

د سي این این د راپور پر اساس، د افغانستان د جګړې له پیله تراوسه پورې ۳۸۱۴ قراردادیان وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب