جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپکتیکا کې ترافیکي پېښې ۱۳ کسان ټپیان کړي

پکتیکا کې ترافیکي پېښې ۱۳ کسان ټپیان کړي

تاند ( سې شنبه، د حمل ۹)  د پکتیکا ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، دې ولایت کې د واده موټرو د ټکر له امله ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومانداني ویاند شاه محمد ارین وایي، د دغه ولایت د ارګون او سر روضې ولسوالیو تر منځ په غځیدلي سړک د واده د دوو موټر د ټکر له امله ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

ارین زیاتوي چې دا پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته رامنځ ته شوې ده.

نوموړی وایي، په ټپیانو کې ښځې او نارینه شامل دي، چې تر منځ یې د شپږو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ښې درملنې په موخه د پکتیا مرکز ګردېز ته لیږل شوي دي.

ورته مهال په همدې ورځ په ننګرهار ولایت کې هم د تورخم جلال اباد په لویه لار د واده د موټرو د ټکر له امله د ناوې او شاوو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا په داسې حال کې ده چې د دا ډول پېښو ډیری علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کیږي چې دې وروستیو کې یې کچه خورا لوړه شوې او له کبله یې د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب