جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کورونا ویروس د انتقال د احتمال په اړه تازه څېړنه

د کورونا ویروس د انتقال د احتمال په اړه تازه څېړنه

تاند ( سې شنبه، د حمل ۹ ) راپورونه وایي، په یوه تازه څېړنه کې موندل شوې چې کورونا ویروس له حیواناتو څخه انسانانو ته انتقال شوی وي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس په یوه تازه راپور کې ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان او چین هېواد په ګډه یوه تازه څېړنه پیل کړی، څو معلومه کړي د کورونا ویروس د پیدا کېدو رېښه له کومه ځایه پیل شوې ده.

راپور وایي، دا څېړنه لا هم بشپړه شوې نه ده خو وایي دا احتمال شته چې کورونا ویروس دې د ماښامي یا ښاپېرک په وسیله له بل حیوان نه انسان ته لېږدول شوی وي.

اسوشیتید پریس وایي، په دې څېړنه کې هغه راپورونه په کلکه له امکانه لرې بلل شوي چې ویل کېدل، کورونا ویروس له لابراتواره لیک شوی دی.

سرچینه کاږي، د کورونا ویروس د ریښې موندلو په هدف شوې مطالعه پراخه ده، خو داسې ویل شوي چې ګڼې پوښتنې لا بې ځوابه پاتې دي.

څیړونکو بیا د خپل کار د دوام وړاندیز کړی دی او ویلې یې دي، دوی په هره برخه کې پراخه څېړنه کوي، خو یوازې هغې تیوري سره غرض نه کوي چې له لابراتواره د ویروس د تیتېدو خبره په کې ده.

د راپورونو له مخې د چین او ډبلیو.ایچ.او د دې ګډ راپور خپرېدل هم ځنډیدلي دي، له دې سره داسې اندیښنې راپورته شوي چې ممکن چین د راپور په موندنو کې لاسوهنه وکړي او د ځان د ملامتۍ ټکی ترې وباسي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان د یوه چارواکي له قوله لیکلي، د دوی دا موندنې به په څو ورځو کې خپرېدو ته چمتو شي.

د موندنو په هغې طرحه کې چې اسوشیتید پریس ته یوه ډيپلومات د نوم نه ښودو په شرط ورکړې، څو برخې شاملې دي.

دلته ویل شوي چې له یوه حیوان یا ژوي د بل په وسیله انسان ته د ویروس د لېږد احتمال شته، دوی دغه لېږدونکی ژوی ماښامی یا ښاپیرک یاد کړی دی.

ځکه دغه ویروس ته د نژدې بل ویروس نښې نښانې په همدې ښاپېرک کې لیدل شوي دي.

پنګولین هغه سمندري ژوی دی چې د راپور له مخې د دغه ویروس نښې په کې لیدل شوي، خو د موندنې اټکل دادی چې د ویروس لېږدونکي همدا ښاپیریک او د مینک په نوم بل ژوی دی.

راپور کې راغلي، د کنګلي یا یخو خوړو له لارې هم د ویروس د لېږد احتمال شته، خو ډېر نه.

دا په داسې حال کې ده چې کورونا ویروس چې د چین له اوهان څخه پیل او د نړۍ ټولو هېوادونو ته په چټکۍ ورسید.

دغه ویروس د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د میلیونونو کسانو د ژوند د اخیستو سربېره ستر اقتصادي ناورین هم له ځانه سره درلود.

د یادونې وړ ده چې دا ویروس لا هم په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی او لا هم نړۍ کې هره ورځ د سلګونو کسانو ژوند اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب