Homeروغتیادغه طبیعي، اسانه او ارزنه جوس مو د زړه له ناروغیو ژغوري

دغه طبیعي، اسانه او ارزنه جوس مو د زړه له ناروغیو ژغوري

تاند ( دوشنبه، د حمل ۹ مه) څېړوونکي وایي،  رومي بانجان روغتیايي نړۍ کې د بې شمېره روغتیايي ګټو او ګټورو موادو لرلو له امله سوپر خواړه بلل کېږي چې په ورځني ډول کارول يي د بې شمېره ناروغیو مخه نیسي او روغتیا غوره کوي.

خو اوس په جاپان کې یوې ترسره شوې څېړنې ثابته کړې چې د رومي بانجان بې مالګې جوس د کولېسټرول او وینې لوړ فشار کچه ټیټوي او په دې ډول د زړه د ناروغیو خطر کموي.

د معلوماتو پر بنسټ، دغه څېړنه کې د جاپان ۵۰۰ اوسېدونکو چې ۲۹۷ تنه يي مېرمنې او ۱۸۴ يي نارینه ول ګډون کړی و.

څېړونکي وايي، د رومي بانجان بې مالګې جوس کارولو څخه وروسته د ګډون کوونکو د کولېسټرول او وینې لوړ فشار کچه کې د پام وړ کمی ولیدل شو.

د دوی په وینا، د دغه جوس اغېز مختلف عمر لرونکو نارینه او مېرمنو کې ورته وه.

د دغې څېړنې یو ګډونوال څېړونکی وایي: «زموږ له پوهې سره سم، دا لومړنۍ څېړنه ده چې د زړه په ناروغیو د رومي بانجان اغېز څېړي. موږ  دغې څېړنې لپاره د یو کال لپاره د ۵۰۰ ګډون کوونکو د کولېسټرول او وینې لوړ فشار کچه وڅېړل .»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم څېړونکو د تازه ترکاریو په اړه مختلفې تجربې او څېړنې ترسره کړي چې تر ډېره یې خوراک ګټور بلل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...