شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد جلال اباد ـ تورخم پر لویه لار،ترافیکي پېښه کې ۹ تنه...

د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لار،ترافیکي پېښه کې ۹ تنه مړه او ژوبل شوي

تاند ( دوشنبه، د حمل ۹) د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره د ترافیکې پېښې له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پېښه نن سهار نږدې لس نیمې بجې د سرخ دیوال په سیمه کې شوې ده.

چارواکي وایي، په دې پېښه کې د ناوې او شاه موټر له یوه بل کرولا موټر سره ټکر کړی او له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي په دې پېښه کې د یو ماشوم په ګډون دوه تنه مړه شوي او د ناوې او شاه په ګډون ۷ تنه نور ژوبل شوي دي.

نوموړی وایي په ټپیانو کې درې نورې میرمنې هم شاملي دي او روغتیایي حالات یې د ډاډ وړ دی.

په ټپيانو کې ناوې هم شامله ده او روغتیايي چارواکي یې حالت ښه ښيي.

د چارواکو په خبره یاده پېښه د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب